د لاس رسي وړ اتصالات

ښځینه فعالانې افغانستان کې د 'جنسیتي تبعیض' د شتون رسمیت پیژندلو لپاره جرمني کې پرلت خیمه لګوي


په جرمني کې د یو شمیر افغان ښځینه فعالانو له خوا په افغانستان کې د 'جنسیتي تبعیض' د شتون د رسمیت پیژندلو لپاره د نه خوړو د اعتصاب وروسته یو شمیر ښځینه فعالانې وايي، چې نن بیا په دغه هیواد کې د خپلې دغې غوښتنې لپاره د پرلت خیمه لګوي.

د ښځو د حقونو فعالې تمنا پریاني د ښځو او بشري حقونو له ملاتړو غوښتي، چې په دغه پرلت کې دې ورسره برخه واخلي. میرمن پریاني په یو پیغام کې ویلي، چې دا ځل د پرلت خیمه د جرمني ویپرفورت په ښار کې د جمعې په ورځ سپټمبر ۲۹( تلې اووم) لګوي.

میرمن پریاني ویلي: "مونږ د پرلت د خیمې په لګلولو سره په افغانستان کې د 'جنسیتي تبعیض' د شتون د رسمیت پیژندلو لپاره، د طالبانو په غړو د سفر بندیزونو او دغه رژیم سره د مالي ملاتړ د بندیدو او هم په عاجل ډول د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کیدو لپاره خپلې غوښتني تکرار کوو".

میرمن پریاني وویل، چې د ده په مشرۍ کمپاین دا ځل په جرمني کې پر ښځو باندې تمرکز کوي چې هغوی د افغان میرمنو په څنګ کې ودریږي او پرینږدې، چې د طالبانو رژیم چې د میرمن پریاني په وینا په افغانستان کې 'جنسیتي تبعیض' ترسره کوي دا تبغیض دوام ومومي.

میرمن پریاني د څو نورو افغان میرمنو سره یو ځاي د سپټمبر د رواني میاشتې له پیل څخه تر ۱۲ ورځې پورې د جرمني د کولن په ښار کې د همدې غوښتنو لپاره د نه خوړولو اعتصاب کړی و.

طالبانو په افغانستان باندې د خپلې د تیرو دوو کلنو بیا واکمنۍ پر مهال نه یوازې د نجونو او ښځو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي، ښځې یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کار څخه منع کړي بلکې په ټولنیز ژوند کې یې هم پر ښځو او نجونو پرله پسې محدودیتونه لګولي، چې له امله ښځې په دغه هیواد کې په بشپړ ډول په ټولنه کې څنډې ته شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو دا ډول اقدامات د جنسیت پر بنسټ یو سیستماتیک تبعیض ګڼلی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي‌ منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د ملګروملتونو د امنیت شورا د د سپتمبر ۲۶(تلې څلورمه) د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره په یوه غونډه کې په افغانستان کې ښځو سره د طالبانو چلند باندې انتقادونه وکړل.

نوموړې وویل چې په عامه ژوند او تعلیمي برخو کې د ښځو د منزوي کولو په اړه د طالبانو د څه باندې ۵۰ فرمانونو په خپرولو سره له دغې ډلې سره د یوناما د تعامل تګلاره کمزورې شوې. دا وايي د طالبانو تګلارې ښځې محروموي او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG