د لاس رسي وړ اتصالات

یو افغان په اروپا کې د کډوالو سره د مرستې په خاطر مهمه جایزه ګټلې


 ابوبکر صدیق میاخېل
ابوبکر صدیق میاخېل

نولس کلن ابوبکر صدیق میاخېل پنځه کاله کیږي چې بلجیم ته تللی او اوس په اروپا کې له افغان کډوالو سره د مرستې او هغوی ته د زده کړې د فرصتونو د برابرولو دپاره هلې ځلې کوي.

هغه د خپلو دغو هلوځلو له کبله سږ کال د اروپایي ټولنې د شارلمین (Charlemagne) جایزه ګټلې ده. نوموړي د علم (AILEM) په نوم یو داسې اپلېکېشن جوړ کړی دی چې له کډوالو سره د ژبو په زده کولو کې مرسته کوي.

میاخېل او کورنۍ یې له تیرو پنځو کلونو راهیسې په بلجیم کې ژوند کوي او اوس د امریکا د نیویارک په راچسټر پوهنتون کې د انجینرۍ او فزیک برخې محصل دی.

ابوبکر صدیق میاخېل وايي، د شارلمین جایزې دپاره اروپايي ټولنې ته له هر هیواد څخه خلک نوماندېږي او بیا د اروپایي ټولنې وکیلان رایه ورکوي چې له هر هیواد نه یوه پروژه انتخابېږي چې له بلجیم څخه د هغه لخوا جوړ اپلېکېشن ټاکل شوی و.

نوموړی زیاتوي: "سږ کال له نېکه مرغه زما جوړ کړي اپ ته رایه ورکول شوه او ما دا جایزه ترلاسه کړه. دا جایزه به زماسره دا مرسته وکړي چې په بلجیم او ټوله اروپا کې د کډوالو لپاره د ژبې اسانتیا برابره کړو."

ابوبکر صدیق میاخېل وایي چې دا اپلېکېشن یې د افغانو او نورو کډوالو لپاره د هغو ستونزو د حل او مرستې په خاطر جوړ کړی چې پنځه کاله مخکې ورسره دی او کورنۍ یې مخ شوي وو. هغه وايي، کله چې اروپايي ټولنې ته کډوال نوي راځي، په کمپونو کې میشتېږي او کله کله کلونه وخت هم پرې تیرېږي. وايي، داسې کوم سیستم نه شته چې دوی ته په دغه وخت کې د ژبې زده کولو زمینه مساعده کړي ځکه نو د دغو کډوالو وخت ضایع کېږي.

هغه وايي: "همدغه ټولې ستونزې چې موږ لیدلې وې، نو زموږ سره همدا روحیه پیدا شوه چې یو داسې څه باید جوړ کړو چې له کډوالو سره مرسته وکړي او د وخت د ضایع کېدو مخه یې ونیسي."

ابوبکر صدیق میاخېل وایي چې په دې اپلېکېشن کې د انګلیسي او فرانسوي ترڅنګ پښتو او دري ژبې شاملې دي، او یو شمېر افغانان هم ورسره په کار بوخت دي. دی وایي، د دې اپلېکېشن په لا پراخولو کار کوي چې د کډوالو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې په‌کې برابرې شي.

میاخېل وايي: "لومړیو کې موږ دوه کسان وو چې دا اپ مو شروع کړ، یوازې ما پکې پروګرامونه جوړول خو اوس له نیکمرغه ۴۰ کسان پکې بوخت دي. افغانان هم زموږ سره شته چې له پښتو او دري څخه مواد انګلیسي او فرانسوي ته ژباړي."

وایي په لومړیو کې ددغه پروګرام لګښتونه دده پوهنتون ورکول خو وروسته تر دې به یې اروپايي ټولنه ورکوي. میاخېل وايي، غواړي د افغانستان یو بل انځور نړۍ ته وړاندې کړي ځکه په خبره یې تر اوسه نړۍ یوازې د افغانستان په اړه د جګړې، لوږې او ناپوهۍ انځور لري.

نوموړی وايي: "په نړۍ کې د افغانستان تصویر داسې جوړ شوی چې له هغه ځایه یوازې د جګړې او لوږې خبرونه نشریږي خو د داسې خبرونو په اورېدلو به افغانان د خوښۍ احساس کوي او دا په دې معنا ده چې که افغانان د نړۍ په هر ګوټ کې اوسي خو د افغانستان لپاره به کار کوي."

د شارلمین جایزه د اروپایي ټولنې او د شارلمین جایزو د نړیوال بنسټ لخوا په ګډه د ۱۶ څخه تر ۳۰ کلنو نوښتګرو ځوانانو ته ورکول کېږي. او سږ د دې جایزې د سر ګټونکی د جنګ ځپلي افغانستان یو تنکی ځوان و.

XS
SM
MD
LG