د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتو ژبې لیکوال او ژورنالیست محمد حسن ولسمل څوک و؟


په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي ولسمل خپور شوی انځور
په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي ولسمل خپور شوی انځور

محمد حسن ولسمل د پښتو ژبې لیکوال، ژورنالیست او سیاسي مبصر و چې د اویایمې لسیزې راپدیخوا د هیواد نه بهر د "مجاهد ولس" په نامه مجلې د چلولو تر څنگ یې سیاسي او فرهنگي فعالیت کاوه.

ولسمل د جمعې په ورځ زمري ١١ کابل کې د ٨٢ کالو په عمر مړ شو. د هغه جنازه د شنبې په ورځ د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.

حسن ولسمل په اویایمه لسیزه کې د دموکراسۍ په دوره کې د "ولس" په نامه جریده چلوله چې تر ډیره په ملي ایډیالوژۍ ولاړه وه.

ښاغلي ولسمل د هجرت په کلونو کې د "مجاهد ولس" مجله چلوله او د ژوند وروستیو کې یې د افغان په نوم چاپي خپرونې کولې.

د ښاغلي ولسمل د جنازې په مراسمو کې پوهاند محمد اسماعېل یون د هغه د ژوند او کار په اړه وویل: ''هغه (ولسمل) لکه څنګه چې ولسمل مل او حسن و، همداسې له ولس سره مل او احسن پاتې شو. هغه شپېته کاله ملت او وطن وپاله او پوره شپږ لسیزې یې په متواتر ډول له کیڼلاسو او ښيلاسو ایډیالوژیو ... پر وړاندې مبارزه وکړه."

د یون په وینا محمد حسن ولسمل په خپل ټول ژوند کې "له خپلې ملي نظریې څخه یو سانتي متر پر شا نه شو. زندان یې وګاله، مهاجرت یې قبول کړ، جلاوطني یې وزغمله ، ګواښونه او اخطارونه یې ولیدل، خو دې ټولو د ده د مبارزې تګلاره بدله نه کړه.''

همدارنگه لیکوال اسد دانش پر خپله فیسبوک پاڼه د ولسمل په اړه لیکلي: "ارواښاد ولسمل کلونه پخوا پیښور کې بندي شو، یو وخت داسې راغی چې پاکستاني حکومت ورته ۴٨ ساعتو کې د وتلو وویل: ناروي (ولسمل) قبول کړ له کورنۍ سره ولاړ ناروې کې مهاجر شو."

ولسمل له مهاجرت وروسته د خپل ژوند وروستي کلونه د افغانستان د سولې او سوکالۍ لپاره په هېواد کې تیر کړل.

XS
SM
MD
LG