د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ځوانو سفیرانو غونډه وشوه


تاجکستان، ایران او پاکستان څخه راغلي ځوانان
تاجکستان، ایران او پاکستان څخه راغلي ځوانان

نن په کابل کې د سیمې د یو شمیر هیوادونو د ځوانو سفیرانو تر منځ یو کنفرانس ترسره شو.

په دغه کنفرانس کې پر دې بحث وشو، چې ځوانان څنګه کولای شي په سیمه کې د سولې په پروسه کې اغیزمن رول ولوبوي.

تاجکستان، ایران او پاکستان څخه راغلي ځوانان په کابل کې د افغان ځوانانو میلمانه دي.

د افغانستان میډیوټیک دفتر د سولې لر لید او د ځوانانو مشارکت په دې کنفرانس کې له څلورو هیوادونو څخه په لسګونه ځوانان راټول کړي، چې د سولې په اړه خپل نظرونه او لیدلوري وړاندي کړي.

په دې کنفرانس کې ځوانان په دې باور دي، چې دوې کولای شي حکومتونه دې ته اړ کړي، چې په سیمه کې سوله او ثبات راولي.ټد دغه کنفرانس ګډونوال وایي، چې په سیمه کې د هیوادونو د ارامتیا او ټیکاو لپاره یې دغه هڅې دوه کاله وړاندې پیل کړي، چې تر دا مهاله یې ښه نتیجه ورکړې ده.

د سولې عالي شورا هم له ورته کنفرانسونو هر کلی کوي، او دا د سولې په پروسه کې اغیزمن ګام ګڼي.

په کابل کې دغه څلور اړخیزه کنفرانس په داسې حال کې جوړ شوی چې د سیمې او نړۍ په کچه په افغانستان کې د بل هر وخت په پرتله د سولې د تامینولو لپاره هڅې ګړندۍ شوي دي.

په کابل کې د سیمې د یو شمیر هیوادونو ځوانانو د سولې او ثبات د راوستلو په هکله مجلس وکړ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

XS
SM
MD
LG