د لاس رسي وړ اتصالات

سیاسي او امنیتي ګډوډیو د افغانۍ بیه غورځولې


د اګست پر لسمه یو ډالر په څه باندې ۶۲ افغانیو خرڅیده
د اګست پر لسمه یو ډالر په څه باندې ۶۲ افغانیو خرڅیده

له تېرو دوو ورځو راهېسې بیا افغانۍ دوه پوله خپل ارزښت بایللی چې په تېرو څوارلسو کلونو کې لوړه کچه ښيي. بل لورته د افغانستان بانک وايي، د افغانۍ د ارزښت د کمېدو لامل تخنیکي ندی، بلکې د ناامنیو له امله ډالرو ته د خلکو تقاضا ډېره شوې ده.

نن د کابل ښار د شهزاده سرای د صرافانو په مارکیټ کې یو امریکايي ډالر په دوه شپېته اعشاریه پنځه افغانۍ سره تبادله کېده. له تېرو دوو ورځو راهېسې افغانۍ، نېږدې دوه پوله، د امریکايي ډالرپه مقابل کې ارزښت له لاسه ورکړی دی.

د ډالرو په مقابل کې د افغانیو د ارزښت ټیټېدل، مخامخ په بیو اغیز کړی دی او صرافان، دوکانداران، په افغانیو معاش اخېستونکي او عام خلک یې اندېښمن کړي دي.

د شهزاده سرای صرافان وايي د امریکايي ډالرو په مقابل کې د افغانیو د ارزښت د را کمېدو یو علت دا دی چې د افغانستان بانک بازار ته اوس کمې پیسې عرضه کوي.

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې غړی خان محمد باز وايي، افغانستان بانک دا لاره لري. پیسی اوباسي، آزاد مارکیت ته، خو کچه یی ټیټه شوې ده. مخکې به هره اونۍ د اتیا نه تر سل ملیونو پورې خرڅولې خو اوس یی کچه پدې دوه و میاشتو کې یی فروشات د پنځه دیرشو نه پنځوسو ملیونو ته را ښکته شوې ده. او دا هم د دې باعث گرځیدلای چې په بازار کې د افغانۍ ارزښت را ټیټ کړی.

خو بل لورته د افغانستان بانک بیا وايي، چې دوی اوس هم د افغانیو د باثباته ساتلو لپاره هره اوونۍ د اسعارو لیلام کوي.

د افغانستان بانک مرستیال محمد عیسی طراب وايي، هغه د ډالرو په وړاندې د افغانیو د بې ثباته کېدو لاملونه سیاسي او د ناامنۍ ډېرېدل وبلل اوزیاته یی کړه چې په بازار کې ډالرو ته تقاضا هم ډېره ده. هغه زیاته کړه، کومی افغانۍ چې په جریان کې دي، پکې کومه سکتگي نده راغلې. مشکل تخنیکې ندی بلکه بیرونی دی او هغه امنیتي ثبات دی، سیاسي ثبات دی او اقتصآدی ثبات دی.

په کابل کې ښار کې دولتي مامورین او هغه کارکوونکي چې په افغانیو معاش اخلي، له دغه حالت اندېښمن دي.عزت الله چې د دولت مامور دی وايي د ډالرو په لوړېدو په مارکیټ کې د اجناسو بیی هم لوړې شوې دي. هغه وویل، دالر چې لوړ شو نو د اجناسو نرخ هم لوړ شي او مونږ د مامور په معاش نشو کولای چې د کور دپاره د اړتیا وړ اجناس واخلو.

هغه زیاته کړه چې یوه هټیوال ورته ویلي چې د ډالرو په مقابل کې چې له کومې ورځې افغانۍ را غورځېدلې په سوداګرۍ کې یې هم زیانونه لیدلي دي.

په تېرو درېیو میاشتو کې افغانۍ د ډالرو په مقابل کې نېږدې پنځه پوله را غورځېدلې.

د شمېرنو له مخې افغانستان په ۱۳۹۳ لمریز کال کې اوه ملیارده، دوه سوه او پنځه نوي ملیونه امریکايي ډالره واردات لرل، په همدې کال کې یې بیا شپږ سوه او یوویشت ملیونه ډالره صادرات لرلي دي.

اقتصاد پوهان وايي دا چې افغانستان یو مصرفي هیواد دی نو د افغانۍ بې ثباتي مخامخ په اقتصاد منفي اغیز کوي.

XS
SM
MD
LG