د سې شنبې په ورځ ( د جون نهمه ) سیمهییزو اوسېدونکو او پولیسو فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان په ختیځ کې اووه کسان هغه مهال ووژل شول کله چې د زړو اوسپنو یو راټولوونکي د موندل شوې توکو د اوچتولو هڅه کوله.
پولیسو ویلي چې دغه وروستۍ پېښه د دوشنبې په ماښام د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ کې رامنځته شوه، چې له امله یې پنځه ماشومان، چې د اوسپنې توکي یې ټولول او یو بل بالغ کس ووژل شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماین پاکۍ د برخې مشر نیک پونډ وویل چې ناچاودو توکو په چاودنو کې د تلفاتو تر ټولو لوړه کچه د افغانستان په ختیځو سیمو کې ثبت شوې ده.
هغه AFP ته وویل: «د زړو فلزاتو او اوسپنو راټولول په افغانستان کې له هغو فعالیتونو څخه دي چې تر ټولو زیاتې پېښې او چاودنې رامنځته کوي.»
د څو لسیزو جګړو له امله افغانستان لا هم د جګړې له ناچاودو چاودیدونکو توکو ډک پاتې دی، او د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې دا هېواد په نړۍ کې د جګړې د پاتې شونو چاودېدونکو توکو له امله د تلفاتو درېیم تر ټولو لوړ شمېر لري.
د پېښې شاهدان وایي قربانیان یې «په ډېر بد حالت کې» ولیدل او روغتیايي چارواکو او پولیسو هم تایید کړه چې په دې چاودنه کې څو کسان ټپیان شوي دي.
د ولایت پولیسو په یوه خبرپاڼه کې له خلکو وغوښتل چې که هر ډول مهمات یا ناچاودېدلي توکي ومومي، هغوی ته لاس ور نه وړي او پر ځای یې امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ میاشتې څخه د روان کال تر اپرېل پورې په ټول افغانستان کې د چاودېدونکو توکو له امله ۱۲۶ کسان وژل شوي او ۴۸۹ نور ټپیان شوي دي.
سره له دې خطرونو، د مرستندویو بنسټونو د بودجې د کمښت له امله په تېرو دوو کلونو کې د دې ستونزې د حل لپاره ګمارل شوې ډلې ۶۴ سلنه کمې شوې دي.
پونډ وویل: «کله چې په نړیواله کچه بشري مرستې کمې شي، تر هغه وخته چې افغانستان ته رارسېږي، پیسې ختمې شوې وي او یا هم ډېرې لږې پاتې وي.»
فورم \ دبحث خونه