د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ د راتلونکو نړیوالو سیالیو دپاره ملي ټیم اعلان شو


افغانستان د کرکټ ټیم به د فروري د اتلسمې نه بنگله دیش کې د کرکټ د اسیا جام د غوراوي سیالیو کې لوبیږي او بیا به د مارچ په اتمه هند کې د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې برخه اخلي.

د همدې سیالیو دپاره د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د پینځلسو لوبغاړو دوه ټیمونه اعلان کړیدي ،چې یو به ېې د اسیا جام غوراوي سیالیو کې لوبیږي او بل به ېې د نړیوال شل اوریز جام دپاره هند ته ځي.

په دواړو ټیمونو کې یوازینۍ توپیر به لوبغاړي حمید حسن وي، چې هغه یوازې د کرکټ په نړیوال جام کې لوبیدو دپاره غوره شویدی.

د اسیا جام د غوراوي سیالیو دپاره د اعلان شوي کرکټ ملي ټیم لوبغاړي
د اسیا جام د غوراوي سیالیو دپاره د اعلان شوي کرکټ ملي ټیم لوبغاړي

د جنوري په میاشت کې د زمبابوې سره د بریالیو سیالیو ټیم د لوبغاړو د جملې نه نوروز منگل هغه لوبغاړی دی چې د اسیا او نړیوال جام دواړو ټیمونو کې ورته ځای نه دی ورکړل شوی. همداراز بل لوبغاړی میرویس اشرف چې په اقتصادي توپ اچونکي نړیوال شهرت لري، هغه هم په احتیاطي لوبغاړو کې نیول شویدی. یعني که په پنځلس غوره شو لوبغاړو کې کوم یو ته مشکل پیښ شي نو د احتیاطي لوبغاړو نه به یو لوبغاړی ورشاملیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا ټاکل شوې ده چې د اسیایي شل اووریزو لوبو د غوراوي سیالۍ د روان زیږدیز کال فیبروري د میاشتې په ۱۸مه نیټه په بنګله دېش کې پیل شي. په غوراوي سیالیو کې افغانستان، عمان، هانګ کانګ او د متحده عربي اماراتو لوبډلې برخه اخلي. له دې لوبډلو څخه به یوه لوبډله د اسیا شل اووریز جام سیالیو ته لار پیدا کوي چې د فیبرورۍ په ۲۴مه نیټه پيلیږي.
که چیرې افغانستان اسیایي جام سیالیو ته لاره پیدا کړه نو،همدغه اعلان شوې لوبډله به پکې لوبیږي.

د کرکټ د شل اوریز جام دپاره غوره شوي لوبغاړي
د کرکټ د شل اوریز جام دپاره غوره شوي لوبغاړي


دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ په هندوستان کې ترسره کېدونکي شل اووریز نړیوال جام سیالیو لپاره هم ملي لوبډله ټاکلې ده. دا لوبې په مارچ کې پیلیږي.

یادو سیالیو لپاره ټاکل شوې، ملي لوبډله په دې ډول ده.
اسیایي سیالیو لپاره ټاکل شوې لوبډله:
اصغر ستانکزی، شهزاد محمدي، نور علي ځدران، عثمان غني، محمد نبي عیسی خېل ،کریم صادق ، شفیق الله شفق ، راشد ارمان ، حمزه هوتک ، دولت ځدران، شاه پور ځدران، ګلبدین نایب، سمیع الله شینواری ، نجیب الله ځدران، یمین احمدزی.
احتیاطي لوبغاړي:
میرویس اشرف ، روښان بارکزی، نجیب تره کی، فرید ملک
شل اووریز نړیوال جام سیالیو لپاره ټآکل شوې لوبډله
اصغر ستانکزی، محمد شهزاد،نور علي ځدران، عثمان غني، محمد نبي عیسی خېل ،کریم صادق ، شفیق الله شفق ، راشد ارمان ، حمزه هوتک ، دولت ځدران، شاه پور ځدران، ګلبدین نایب، سمیع الله شینواری ، نجیب الله ځدران، حمید حسن
احتیاطي لوبغاړي:
میرویس اشرف ، روښان بارکزی، نجیب تره کی، یمین احمدزی.

د کرکټ ملي ټیم دا وخت په هند کې په تمریناتي لوبو بوخت دی چې د مارچ په پنځلسمه به بنگله دیش ته روانیږي.

بلخوا د افغانستان دکرکټ نولس کلنو لوبغاړو ټیم په بنگله دیش کې د نولس کلنو لوبغاړو په نړیوال جام کې د نهم مقام دپاره شوې سیالۍ کې د اولې درجې هیواد ټیم نیوزي لینډ ته ماتې ورکړیده.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG