د لاس رسي وړ اتصالات

د هند او افغانستان نهو ښارونو د ملگرتیا تړون کړی


انگلیسي اصطلاح سیسټر سټي هغو تړون دپاره استعمالیږي ،چې د هغې په نتیجه کې د نړۍ د دوه مختلفو ملکونو ښارونه یو بل سره د ملگرتیا په تړون کې داخل شي. دې تړون په اساس د دواړو ښارونو حکومتونو او ولسونه یو بل سره د همکارۍ او راشې درشې ژمنې کوي. یو بل سره په مختلفو ساحو کې کومک کوي.

هند کې د افغانستان سفیر او د پنجاب والي لیدنه کړې
هند کې د افغانستان سفیر او د پنجاب والي لیدنه کړې

د افغانستان او د هند د دیپلوماتیکو اړیکو په نتیجه کې د افغانستان او هند نهه ښارونه د یو بل سره د سیسټر سیټي په تړون کې داخل شویدي. چې دې کې تازه اضافه د کندوز او د پنجاب ایالت چندي گړ ښار ده. هند کې د افغانستان سفیر ښاغلي شیدا محمد ابدالي په دې لړ کې د پنجاب ایالت د والي سره لیدلي دي او د کندوز او چندي گړ په مشترکاتو او اینده همکاریو خبرې کړیدي.

ښاغلی ابدالي وايي چې د هند او افغانستان دوستي ورځ تیریدو سره قوي کیږي او د ولسونو او دولتونو نیزدیکت د دواړو د شریکو هدفونو او گټو ترجماني کوي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:06 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG