د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ: نیوزلېنډ افغانستان ته په اسانۍ ماتې ورکړه


د افغانستان د پیل لوبغاړي په یوه منډې او صفر وسوځېدل.
د افغانستان د پیل لوبغاړي په یوه منډې او صفر وسوځېدل.

د کرېکټ د نړیوال جام په ننۍ سیالۍ کې د افغانستان د ملي لوبډلې کپټان محمد نبي عیسی خیل پچه وګټله او خپله يې د نیوزلېنډ په وړاندې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

افغانستان په ۴۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره نیوزلېنډ ته د ۱۸۷ منډو هدف ورکړ، چې نیوزلېند په ٣٧ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره او خپله پنځمه لوبه هم وګټله.

لوبه د نیوزلېند په ناپيير لوبغالي وشوه چې ګڼ افغانان هم ورغلي چې خپله لوبډله وستايي.

کپتان نبي وویل چې لوبغالی د منډو جوړولو لپاره ښه دی او هیله یې دا ده چې افغانستان له اسټرالیا سره له سترې ماتې وروسته نن ښه لوبه وکړي، خو داسې لوبه یې ونکړه چې نیوزلېنډ ته کوم لوی سرخوږی جوړ کړي.

دا په نړیوال جام کې د افغانستان څلورمه ماتې وه او په دې سره د دغو سیالیو دویم پړاوو ته د افغانستان د ورتلو هیلې هم ختمې شوې. افغانستان خپله وروستۍ لوبه د همدغې میاشتې په دولسمه نېته له انګلېنډ سره کوي، چې ګټل به يې په نړیوالې درجه باندې اغیز ولري، خو په نړیوال جام کې د پاتې کېدو لپاره کوم کار کولی نشي.

د افغانستان بېټېنګ

افغان لوبغاړو د تل په څېر بیا هم په منډو جوړولو کې یوازې دا نه چې ښه و نه ځلېدل بلکې ټول ۵۰ اورونه يې هم پوره ونشول لوبولی، دوی په ۴۸ اورونو کې وسوځېدل.

د افغانستان د سر لوبغاړي ډېر ژر ژر وسوځېدل، جاوید احمدي په یوه منډه، عثمان غني په صفر او اصغر ستانکزی په نهوو منډو وسوځېدل.

نوروز منګل له سمیع شینواري سره له لږې ملګرتیا وروسته په ۲۷ منډو وسوځېد، ورپسې کپتان نبي په شپږو او افسر ځاځي په صفر وسوځېدل چې لوبډله یې له خورا رواني فشار سره مخامخ کړه.

خو، د نجیب او سمیع د ۸۷ منډو ګډې ملګرتیا هدف له ۱۸۰ ورپورته کړ. نجیب ځدراڼ په ۵۶ توپونو باندې ۵۶ منډې وکړې چې دوه شپږیزې او اته څلوریزې په کې شاملې وې.

سمیع شینواري په سختو حالاتو کې د افغانستان لپاره ۵۴ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې لپاره یې له مسولیته ډکه لوبه وکړه. د نیوزلېنډ چټکو او پياوړو منډو جوړوونکو ته په کتو د دغه هدف ترلاسه کول ډېر ستونزمن نه پرېښېدل.

د افغانستان باولینګ او فېلډېنګ

که څه هم افغان توپ اچوونکو د نیوزلېنډ درې لوبغاړي وسوځول، خو کوم لوی سرخوږی يې ورته جوړ نکړ. شاپور او نبي یو یو لوبغاړی وسوځوه.

سمیع شینوراي د نیوزلېنډ درېيم او اصغر ستانکزي يې څلورم لوبغاړی په منډو کې وسوځوه، خو بیا هم هدف هومره لوړ نه وي چې نیوزلېنډ دې له کومې ستونزې سره مخامخ شي.

د نورو لوبو خلاف، افغانانو نن ښه فېلېډینګ وکړ، دوی په لوبغالي کې د توپ په نیولو او ایسارولو کې ښه وځلېدل، او داسې ښکاري چې د هرې لوبې په تېرېدو سره افغانان نوې تجربې زده کوي.

که له اسټرالیا سره د افغانستان تېره لوبه، له ننۍ لوبې سره پرتله شي، افغانان خورا ښه لوبه وکړه. یو مهال افغانستان ۵۹ منډې وې او شپږ لوبغاړي يې سوځېدلي وو، خو بیا يې هم هدف ۱۸۷ ته ورسوه.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG