د لاس رسي وړ اتصالات

اتمر: له امریکا نه نور بهرني ځواکونه نه غواړو، هوایي تجهیزات غواړو


د افغانستان د امنیتي چارو جگپوړي سلاکار محمد حنیف اتمر د سې شنبې په ورځ د بلجیم په پلازمینه بروکسیل کې خبریالانو ته وویل افغانستان د امریکا نه هوایي تجهیزات غواړي.

ښاغلي اتمر زیاته کړه "دا به وخت ونیسي" چې د هوایي مرستو د وړتیاو په برخې کې قابلیت ترلاسه شي، خو پوره موده يي مشخصه نه کړه.

ښاغلي اتمر وویل افغانستان نورو بهرنيو سرتیرو ته اړتیا نلري.

د امنیتي چارو مشاور د امریکا د نوي حکومت د اطمینان هرکلی وکړ چې افغانستان ته ژمن دی. اتمر وایي کابل او واشنگتن باید په گډه کار وکړي څو د ترهگرۍ په وړاندې "مشترک گواښونه له منځه یوسي".

افغان ځواکونه له هغه وخت نه د طالبانو په مشرۍ د یاغیتوب په وړاندې جگړه کوي چې امریکا او ناټو په ٢٠١۴ میلادي کال په اخر کې په رسمي ډول خپل جنگي ماموریت پای ته ورسوو.

د روسیې او افغانستان اړیکې

بلخوا افغان او روسیې مقاماتو له افغانستان سره پر امنیتي او اقتصادي همکاریو خبرې کړي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، صلاح الدین رباني دا مهال په مسکو کې دی او د روسیې له لوړ پوړو دپیلوماتانو سره يي ولیدل.

ښاغلي رباني خبریالانو ته وویل "اړتیا ده هغه هېوادونه چې تروریزم ساتي، تروریزم روزي او له تروریزم څخه د بهرني سیاست لپاره کار اخلي مخه یې ونیول شي."

ښاغلي رباني د روسیې له مقاماتو سره خپل مذاکرات ګټور بللي دي. روسیه وایي چې مسکو د واشنګټن او کابل سره د اړوندو مسایلو په اړه تماسونه ساتي.

د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سرګي لاوروف د سه شنبې په ورځ وویل "د واشنگتن د سیاسي جوړښت نه سمدستي وروسته چې همدا اوس یې بهیر روان دی، په افغانستان کې د د ترهگرۍ په وړاندې د جگړې، په مسایلو باندې به د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت او سپینې ماڼۍ او نورو ادارو سره په پراخه کچه خبرې وشي.

لاوروف وویل مطمین دی چې دا تماسونه به له سره پیل شي او د افغانستان په گډون به ټول له دې تماسونو نه گټه واخلي.

ښاغلي لاوروف وویل مسکو د امریکا نوې ادارې ته په تمه دی چې د ترهګرۍ پر وړاندې خپله تګلاره اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG