په پاکستان کې د روسیې سفارت وايي، پښتو ژبه کولای شي د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د متقابل تفاهم، خبرو اترو او پخلاینې په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
په اسلاماباد کې د روسیې سفارت د اکتوبر په ۲۷مه د پښتو ژبې د ګرامر د یوه نوي کتاب د مخکتنې غونډه جوړه کړه.
په دې غونډه کې په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ پي. خورېف، په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب، د کتاب لیکوال حافظالرحمن دوران، او یو شمېر استادانو، پوهانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د روسیې سفارت ټینګار کړی، چې ژبه یوازې د اړیکو وسیله نه ده، بلکې د کلتوري نږدېوالي، د خلکو ترمنځ د باور او د اختلافونو د سولهییز حل لپاره هم مهمه وسیله کېدای شي.
دا هڅه په داسې وخت کې کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي ترینګلتیاوې او سرحدي نښتې د اندېښنې وړ موضوعاتزیات شويدي.
کتونکي په دې باور دي، چې د ژبنيو او کلتوري اړیکو پیاوړتیا، د سیاسي او امنیتي خبرو اترو ترڅنګ، کولای شي د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تفاهم لپاره زمینه برابره کړي.
په اسلاماباد کې د پښتو ژبې د ګرامر د نوي کتاب معرفي کېدل یو ځل بیا دا حقیقت په ډاګه کوي چې پښتو د میلیونونو افغانانو او پاکستانیو وګړو ګډه ژبه ده او کولای شي د اختلافونو تر څنګ د خبرو، تفاهم او سولې لپاره هم یو ګډ پل واوسي.
فورم \ دبحث خونه