د لاس رسي وړ اتصالات

د سپتمبر د برید نه ١٦ کاله وروسته، د افغانستان وضعیت


د یوولسم سپتمبر په بریدونو کې په امریکا کې درې زره کسان ووژل شول
د یوولسم سپتمبر په بریدونو کې په امریکا کې درې زره کسان ووژل شول

په متحده ایالاتو باندې د سپتمبر له بریدونو وروسته امریکایي ځواکونه د برید د عاملینو او د ترهګرو د ځپلو لپاره افغانستان ته واستول شول. خو افغان حکومت وايي چې ترهګري لا هم سیمې او نړۍ ته یو ګواښ دی او افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی

د یوولسم سپتمبر په بریدونو کې درې زره کسان ووژل شول او په زرګونو نور ټپیان شول. امریکا تر دې بریدونو وروسته د تروریزم پر وړاندې په افغانستان کې د القاعدې ډلې او طالب رژیم پر وړاندې جګړه پېل کړه.

په امریکا کې د یوولسم سپتمبر د ترهرګریزو بریدونو شپاړس کاله اوړي، تر دې بریدونو وروسته امریکا د ۲۰۰۱ کال په پای کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې خپله تر ټولو اوږده جګړه پېل کړه، که څه هم د دې برید تر شاه د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن وژل شوی، خو افغان حکومت وايي چې ترهګري لا هم سیمې او نړۍ ته یو ګواښ دی.

اوس چې افغان حکومت په دې هېواد کې د روانې جګړي مشري کوي، او نژدې نهه زره امریکايي عسکر په دې افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې مسئولیت لري، د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې دوی د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې بریالي دي.

خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې د بریالیتوب په لار کې یو لوی خنډ یوازې په افغانستان کې د دې جګړې محدودل او د امریکا او متحدینو له خوا د اوږدمهاله پلان نشتوالی و.

ټاکل شوې چې امریکا د افغانستان په اړه د خپلې نوې ستراتیژۍ تر اعلان وروسته، ۳۵۰۰ نور سرتیري افغانستان ته ولیږي.

XS
SM
MD
LG