د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د افغانستان کلي او بانډې د ترهګرو ځالې نه دي


کرزی: د افغانستان کلي او بانډې د ترهګرو ځالې نه دي
کرزی: د افغانستان کلي او بانډې د ترهګرو ځالې نه دي

طالبانو او د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي پرون د شنبې په ورځ د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې نیېټې د تروریستي حملو کلیزه ولمانځه او دواړو بیلابیل پیغامونه ورکړل چې یو یې اخطاریه وه او بل یې هم غوښتنه وه.

طالبانو په دغه پیغام کې آمریکا ته وویل چی نور دي نو د افغانستان نه ووځي او دا یې هم ورته وویل چي آمریکا د سولي په راوستولو کي هر ډول موقع له لاسه ورکړې ده.

په هغه بیانیه کی چی پرون د شنبې په ورځ خپره شوې په کي د طالبانو په قول

« د امریکا په غلطي پالیسۍ » باندي انتقاد شوی او خبر داری ورکړه شوی دی چی د امریکا د جگړې هلو ځلو امریکایان هم دننه په خپل ملک کي او هم په خارجي هیوادونو کي په خطر کي اچولي دي.

د طالبانو په دې پیغام کي چی د افغانستان د اسلامي امارت له خوا لاسلیک شوی، دا هم ویل شوي دي چی د امریکا له خوا د افغانستان غیر قانوني اشغال د ماتي سره مخامخ دی او اوس نو امریکایي چارواکو ته یواځنۍ لار چی پاته ده داده چی ټول امریکایی عسکر د افغانستان نه وباسی.

په عین حال کې د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي پرون د شنبې په ورځ د آمریکایانو نه وغوښتل چې د تروریزم پرخلاف جګړه کې دي د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.

ښاغلي کرزي وویل چې د تروریستانو ځالې د افغانستان کلي او بانډونه نه دي.

د افغانستان جمهورریْس د طالبانو نه غواړي چې د جګړې نه لاس واخلي او د حکومت د سولې د خبرو سره یوځای سي.

XS
SM
MD
LG