د لاس رسي وړ اتصالات

افغانانو د استقلال ۹۹ کالیزه ولمانځله


افغانانو ۹۹ کاله وړاندې د پادشاه امان الله خان په دوره کې له انګریزانو څخه خپله خپلواکي واخیستله.
افغانانو ۹۹ کاله وړاندې د پادشاه امان الله خان په دوره کې له انګریزانو څخه خپله خپلواکي واخیستله.

نن د یکشنبې ورځ د زمري ۲۸ مه د انګریزانو څخه د افغانانو د خپلواکۍ ۹۹ مه کلیزه ده.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې وړاندې، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دفاع وزارت په انګړ کې د افغانستان د خپلواکۍ پر څلې د ګلانو ګیډۍ کیښوده.

په دې مراسمو کې دافغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ، د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال حاجي محمد محقق، پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او د افغان حکومت لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو ګډون کړی وو.

د افغانستان د پخواني پادشاه امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه هم په دې مراسمو کې برخه اخیستې وه.

د کابل ترڅنګ د ننګرهار د ولایت په مرکز د جلال اباد په ښار کې هم د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹ مې کلیزې د لمانځنې د مراسمو په لړ کې نن سهار د ننګرهار والي د امان الله خان په قبر د ګلونو ګیډۍ کیښوده.

په دې ځانکړو پوځي مراسمو کې د ننګرهار والي سربیره، امنیه قوماندان، ختیځ کې د پوځ د ۲۰۱سېلاب قول اردو او ختیځ زون کې د سرحدي ځواکونو قومندانانو هم برخه لرله.

د ننګرهار والي حیات الله حیات په دې راسمو کې ژمنه وکړه، چې د ازادۍ د بېرته اخیستونکي غازي امان الله خان مقبره به په اساسي ‌‌‌‌‌‌ډول جوړه کړي.

په جلال اباد کې له تېرو څو ورځو راهیسې د ازادۍ ورځې خوښۍ روانې وې، تېره شپه هم سلګونه خلک جلال اباد کې د ازادۍ ورځې نمانځنې ته راوتلي وو، اتڼونه یې کول او د ولایت مقام په هڅو اورلوبې ننداره هم جوړه شوې وه.

ټاکل شوې ده چې نن مازیګر به په جلال اباد کې د ازادۍ ورځ د یوې لویې غونډې او مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شي.

د ننګرهار سربیره د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم دا ورځ د غونډو په ترڅ کې ولمانځل شوه.

افغانانو ۹۹ کاله وړاندې د انګریزانو سره د یو لړ اوږدو جګړو وروسته د زمري په ۲۸ مه له برتانیا څخه خپله خپلواکي واخیستله.

دا ورځ هرکال د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي. د خپلواکۍ د ورځې له امله په افغانستان کې عامه رخصتي ده.

XS
SM
MD
LG