د لاس رسي وړ اتصالات

له طالبانو سره خبرې کوو که نه کوو- امریکايي سناتور


په سنا کې د ډیموکرات ګوند غړي کریستوفر مورفي وویل چې د ولسمشر ټرمپ دغو خبرو حیرانه کړی
په سنا کې د ډیموکرات ګوند غړي کریستوفر مورفي وویل چې د ولسمشر ټرمپ دغو خبرو حیرانه کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي له پاکستان او افغانستان سره کار کوي چې روان جنګ ته سیاسي حل پید اشي. له شک پرته چې طالبان به د دغه بهیر مهمه برخه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سولیوان، چې تېره اونۍ یې په کابل کې له افغان چارواکو سره ولیدل، د متحدو ایالتونو د سنا مجلس په یوې استماعیه غونډه کې وویل چې طالبانو تر اوسه د سولې له بهیر سره لیوالتیا نه ده ښودلې.

خو د استماعیه غونډې د بحث اصلي موضوع د ولسمشر ټرمپ ورستۍ څرګندونې وې چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې نکوي.

په سنا کې د ډیموکرات ګوند غړي کریستوفر مورفي وویل چې د ولسمشر ټرمپ دغو خبرو حیرانه کړی او معلومه نه ده چې د افغانستان لپاره د امریکا تګلاره د ولسمشر ټرمپ دا ډول څرګندونې دي او که هغه څه چې امریکایي دیپلوماتان یې وايي.

خو ښاغلي سولیوان وویل چې ولسمشر ټرمپ د کابل د تازه بریدونو په غبرګون کې دا خبرې کړي او په خبره یې ولسمشر غني هم د طالبانو په اړه همداسې دریځ لري.

په همدې حال کې د افغانستان د چارو امریکایي کارپوه بارنت روبین دغه دریځ پر طالبانو د دغو دواړو ولسمشرانو د قهر او غوصې له کبله ګڼي. ښاغلی روبین وویل چې دا ډول دریځونه له طالبانو سره د سولې خبرې ځنډولې شي خو ستونزو ته د سیاسي حل د موندلو بهیر بدلولی نشي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل "د متحدو ایالتونو حکومت دیکتاتوري نه دی چې د ولسمشر څرګندونې دې تګلاره یا قانون وي. اوباما ویلي وو چې ګوانتنامو تړي، خو ویې نشو کولی.. ټرمپ بیځایه خبرې ډېرې کوي خو ځينې یې په پاليسۍ بدلې شي."

د ولسمشر ټرمپ له لوري له طالبانو سره د سولې د خبرو د نه کولو مسئلې د افغانستان د سولې د شورا ځینې غړي هم حیران کړي دي.

د دغې شورا غړې حبیبي سرابي امریکا غږ ته وویل چې د شورا ځینې غړي د ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې د سولې د هڅو د درولو په مانا ګڼي خو د میرمني سرابي په وینا ولسمشر ټرمپ پر طالبانو دا ټېنګار هم کړی دی چې د سولې مذاکرات بین-الافغاني دي او امریکا به یې یو اړخ وي.

طالبانو په وار وار له افغان حکومت سره خبرې رد کړې او ټېنګار یې کړی چې د امریکا له حکومت سره خبرې کوي. خو ښاغلی روبین، چې د ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۳ کال پورې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د حکومت د ځانګړي استازي سره یې کار کاوه، د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ تماسونه نه ردوي.

نوموړی وايي چې امریکایي چارواکو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ او له هغه وروسته په جرمني او قطر کې له طالبانو سره تماسونه نیولي دي. خو له دې ټولو سره سره امریکايي چارواکي تاکید کوي چې پاکستان پر طالبانو ډېر نفوذ لري او کولی شي چې هغوی د سولې خبرو ته کینوي.

XS
SM
MD
LG