د لاس رسي وړ اتصالات

نیکي هیلي: له طالبانو سره زموږ خبرې نژدې شوي


په ملگرو ملتونو د امریکا سفیرې نیکي هیلي، د چهارشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو نوې پالیسۍ گټه کړې ده.

میرمن هیلي چې افغانستان ته له سفر کولو وروسته یې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې خبرې کولې وویل چې د بل هر وخت په پرتله اوس "د سولې په پروسه کې د طالبانو له ډلو سره زمونږ خبرې نژدې شوې دي."

میرمن هیلي همداشان وویل چې "مونږ د افغانستان د حکومت سره یوځای د سولې په پروسه کې په دې هدف کار کوو چې نور افغانستان ترهگرو ته یو امن ځای ونه اوسي."

په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې افغانستان د خپل سفر په ترڅ کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په گډون د افغان مشرانو سره خبرې کړې دي.

د افغانستان په اړه په ملگرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې نیکي هیلي څرگنودنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

د افغانستان درې غوښتنې

میرمن هیلي وویل چې افغان مشران د نړیوالې ټولنې نه درې عمده غوښتنې لري "یوه غوښتنه یې داده چې نړیواله ټولنه موافقه وکړي چې پر پاکستان باندې زیات فشار راوړل شي چې هغه هیواد خپله کړنلاره بدله کړي."

د افغانستان حکومت او امریکایي مقاماتو په وار وار پاکستان د ترهگرو او سخت دریځو ډلو په ننګې تورن کړی، خو اسلام آباد دغه ادعاوی ردوي او وایي هغوی پخپله د ترهگریزو اعمالو قرباني دي.

میرمن هیلي د افغان مقاماتو په وینا ویلي دي هر کله چې "کابل د {سولې د مذاکراتو په لور} لس گامه مخکې اخلي داسې احساس کیږي چې پاکستان ځان شاته کوي".

دغه لوړپوړې امریکایي دیپلوماته وایي چې د افغان مقاماتو دوهمه غوښتنه د مخدره توکیو د قاچاق او تولید پر ضد گډه مبارزه ده چې د میرمن هیلي په وینا د امریکا حکومت به پرې غور وکړي، ځکه د مخدره توکیو د قاچاق پر وړاندې مبارزه د نړۍ د مختلفو هیوادونو سره خبرې کول ایجابوي.

او د میرمن هیلي په وینا د افغان مقاماتو درېیمه غوښتنه د افغانستان د مسایلو په اړه د امنیت د شورا د غړو ترمنځ د نظر یووالی او د افغانستان د حکومت له هڅو څخه سیمه ییز ملاتړ دی چې د امریکا د سفیرې په وینا دا ملاتړ همدا اوس هم موجود دی.

جگړه د افغانستان لپاره د حل لاره نده

له دې دمخه د امنیت د شورا دوره یي رئیس کیرات عمروف، وویل چې د افغان مشرانو ترمنځ توافق شته چې جگړه د تفاهم او خبرو له لارې حل شي.

ښاغلي عمروف چې د افغانستان نه د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د هیات د بیرته راتگ وروسته خبرې کولې زیاته کړه چې "یواځې هر اړخیزې هڅې کولای شي سیاسي مخالفین مات کړي. د سیاسي پروسې پرته په افغانستان کې پوځي حل لاره نشته."

ښاغلي عمروف دا هم وویل چې د طالبانو سره خبرې پیچلې دي او زیاته یې کړه چې "طالبان یوه ویشل شوې ډله ده نه دا چې یو سیاسي گوند، او دغه کار د خبرو پروسه پیچلې کوي."

د ملگرو ملتونو دغه مقام په داسې حال کې دا څرگندونې کوي چې روسیې د چهارشنبې په ورځ د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې په خبرو کې مرستې کولو ته تیاری وښود.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو جدي ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG