د لاس رسي وړ اتصالات

متیس د افغانستان نوې تګلاره ښه بولي خو جزئیات نه ورکوي


ښاغلی متیس وایي هغه ولسمشر ټرمپ ته انتظار کوي چې لومړۍ تګلاره وټاکي.
ښاغلی متیس وایي هغه ولسمشر ټرمپ ته انتظار کوي چې لومړۍ تګلاره وټاکي.

د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس وايي د افغانستان د جګړې د تګلارې د تنظیمولو له چارو راضي، خو د نوی تګلارې په اړه یې هیڅ جزییات ورنکړل.

نوموړي منځني ختیځ ته د سفر په وخت خبریالانو ته وویل چې تر څو چې ولسشمر دونالد ټرمپ دا تګلاره اعلان کړې نه وي، هغه یې په اړه خبرې نکوي.

د دفاع وزیر وویل چې د جمعې ورځ په کمپ ډیویډ کې دافغانستان د تګلارې په اړه خبرې هر اړخیزې او دقیقې وې او په ښه توګه مخ ته ولاړې.

اسوشیتډ پرس وایي څو میاشتې مخکې ولسمشر ټرمپ د دفاع وزیر ته دنده وسپارله چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر وټاکي، خو هغه لا تراوسه په دې اړه کوم کار نه دی کړی.

ښاغلی متیس وایي هغه ولسمشر ټرمپ ته انتظار کوي چې لومړۍ تګلاره اعلان کړي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰زره امریکایي ځواکونه دیره دي چې افغان امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي.

څه موده مخکې په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان نیکلسن وویل چې د افغانستان جنګ به بندبست سره مخامخ دی اوله دغه حالت څخه د وتلو لپاره نورو ځواکونو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG