د لاس رسي وړ اتصالات

دابنز: د ټرمپ نوی تګلاره به د افغانستان جګړه ونګټي


جیمز دابنز د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی و
جیمز دابنز د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی و

افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا مخکنی ځانګړی استازی جیمز دابنز وايي د افغانستان روان جنګ یوازې د سیاسي جوړجاړي له لارې ختمیداې شي.

ښاغلی دابنز وايی چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر په زیاتولو سره به هم د ولسمشر دونالد ټرمپ تګلاره د افغانستان روانه جګړه ونګټي.

نوموړي امریکا غږ اشنا ته وویل "زه فکر کوم چي د ولسمشر ټرمپ د جنګ د ګټلو او نه ګټلو له انتخاب سره مخامخ دي. خو که د جګړې د ګټلو مانا دا وي چې جنګ ختم شي او ټول په خوشحالۍ سره بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي، د بري داسې کوم انتخاب نشته. د جګړې د ګټلو داسې یو انتخات نشته".

دغه پخواني امریکايي ډیپلمات هیله وښوده چې ولسمشر ټرمپ به پخپلې نوې تګلارې کې د پوځي مشرانو او مشاورانو وړندیزونه په پام کې نیسي. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان له روان بن بست څخه د وتلو لپاره شاوخوا څلور زره نور امریکایي عسکر غواړي.

جیمز دابنز یو تجربه لرونکی امریکايي سیاستوال دی چې په ۲۰۰۱ کال کې د بن کنفرانس په جوړېدو کې هم مهمه ونډه لرله او په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی و.

نوموړی وايي د افغانستان د ستونزې د حل یوازینۍ لار سیاسي جوړجاړی او له طالبانو سره خبرې کول دي. خو طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات رد کړي دي او امریکا بیا له طالبانوسره مخامخ خبرې نغواړي.

هغه وايي "امریکایان د افغانانو لپاره سوله نشې راوستلې بلکې دا په خپله افغانان دي چې د هغه په خبره دا کار کولی شي او د سولې په بهیر کې باید افغان حکومت مهم رول ولوبوي".

طالبانو داسې خبرداری ورکړی دی چې افغانستان ته به د نورو امریکايي ځواکونو په استولو سره جنګ نور هم زیات شي، خو په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د زرګونو نړیوالو عسکرو له وتلو وروسته هم طالبانو له افغان حکومت سره جنګ روان ساتلی دی.

د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې ولسي تلفات تر بل هر وخت اوس زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG