د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني وايي د افغانستان اوبه باید مهار کړل شي


ولسمشر غني په ارګ کې د کرنې د پراختیا او ترویج په ملي څلورم کنفرانس کې خبرې وکړې.
ولسمشر غني په ارګ کې د کرنې د پراختیا او ترویج په ملي څلورم کنفرانس کې خبرې وکړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، بې له مؤثرې او کاري کرنې پرته په افغانستان کې سیاسي او ټولنیز ثبات نشي راتللی او کرنه د افغان حکومت لومړیتوب دی.

ولسمشر غني چې نن په ارګ کې د کرنې د پراختیا او ترویج په ملي څلورم کنفرانس کې خبرې کولې وویل، چې سږ کال به افغان حکومت ۲۱ د اوبو بندونه جوړ کړي او پدغو بندونو به ځمکې خړوبه کړي.

ولسمشر غني د افغانستان لپاره اوبه مهمې وبللې ویې ویل چې اوبه باید مهار شي او افغانستان پېړۍ پېړۍ ګاونډیو هیوادونو ته مفتې اوبه ورکوي.

ولسمشر وویل " افغانستان دی چې پېړۍ یې خپلې اوبه د نورو په واک کې ورکړي، زموږ اوبه باید مهار شي او زموږ په واک کې وي. "

ولسمشر وویل افغانستان هر کال د یو ملیارد په ارزښت د سیلابونو له امله زیان ویني.

بزګرانو ته ولسمشر پدغه کنفرانس کې دا ډول وویل چې اوبه، ځمکه، تخم، وسایل او کښت مهم عناصر دي، چې افغان بزګران یې له دولت غواړي.

پدغه کنفرانس کې د کرنې وزیر اسدلله ضمیر وویل چې په تېرو څوارلسو کلونو کې افغان حکومت د کرنې لپاره هیڅ واحده د ترویج پالیسي نه لرله خو اوس تازه افغان حکومت پداسې یوې بېلګې کار کړی، چې د کرنې ترویج لپاره به یې وړاندې کړي.

د کرنې وزیر وویل چې په ولسوالیو کې به د کرنې مدیریتونه جوړ کړي، معلوماتي بانک به جوړ کړي او د بزګرانو ترمنځ د اړیکې مرکز به پرانیزي.

بل لورته خصوصي سکټور وايي، چې په تېرو نهو میاشتو کې د ۴۳۳ ملیونو ډالرو په ارزښت صادرات بهرنیو هیوادونو ته لرلي دي، چې د تېر په پرتله اووه په سلو کې زیاتوالی ښيي.

د افغانستان د سوداګریزو خونو مرستیال خان جان الکوزي وویل په تېرو نهو میاشتو کې یې ۱۰۶ زره ټنه تازه میوه چې د تېر په خلاف ۱۶ په سلو کې زیاتوالی ښيي بهر ته صادره کړې ده.

خصوصي سکټور وايي که څه هم تېر کال له ستونزو ډک وو ولې بیا هم د کرنې په برخه کې یې لاسته راوړنې لري دي.

XS
SM
MD
LG