د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان خپل محصولات د هوا له لارې هند ته صادروي


له شل ټنو څخه زیات سوداګریز توکي به د کارګو په وسیله او د شل ټنو څخه کم به د اریانا په ورځنیو پروازونو کې ولیږدول شي.
له شل ټنو څخه زیات سوداګریز توکي به د کارګو په وسیله او د شل ټنو څخه کم به د اریانا په ورځنیو پروازونو کې ولیږدول شي.

د چهارشنبې په ورځ افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونې چارواکو له اریانا افغان هوایي شرکت سره هند ته د افغان سوداګرو د صادراتي توکو د هوایي انتقال تفاهمنامه لاسلیک کړه.

د چارواکو پر وینا د دغو توکو د صادرولو لپاره به د کابل او کندهار له هوايي ډګرونو څخه د هند ډهلي او امرتسر ښارونو ته هره ورځ یو پرواز وشي.

د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزي د چهارشنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې غونډه کې خبریالانو ته وویل چې افغان سوداګر به د دغې تفاهمنامې له مخې د هند دهلي او امرتسر ښارونو ته د هوا له لارې خپل صادراتي محصولات ولیږي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه چې د تفاهمنامې له مخې به له شل ټنو څخه زیات سوداګریز توکي د کارګو په وسیله ولیږدول شي، خو له دې شمیر څخه کم مال به هره ورځ د اریانا په ورځنیو الوتنو کې ولیږدول شي.

هغه وویل "تقریباً له شلو نه نیولې تر ۲۵ سینټو پورې د یو کیلو مال کرایه د ځمکې له لارې تمامیږي، حکومت ژمنه وکړه چې سوداګر دې همدا پیسې د هوا لارې ورکړي او نورې پیسې به دولت د خپلو امکاناتو څخه چې د کرنې او باغدارۍ له لارې لري، ورکړي."

ښاغلي الکوزي وویل چې د هوا له لارې به د صادراتي توکو پر لیږد هومره لګښت راشي، څومره چې اوس یو سوداګر د ځمکې له لارې د خپلو توکو پر لیږدولو لګوي.

د دغې تفاهمنامې له مخې به پنځه ویشت فیصده مصرف سوداګر او پنځه اویا فیصده نور دولت ورکوي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه، چې دوې هڅه کوي ترڅو د کارګو دا اسانتیاوې پر هند سربیره دخلیج هیوادونو ته هم وغځوي.

هغه د هوا له لارې د افغان سوداګرو د صادراتي توکو د ګټو په اړه وویل "ښیګڼه یې په دې کې ده چې ژر رسیږي، په کم مصرف رسیږي، مارکیټ ښه اشغالولی شي په لاره کې نه خرابیږي او د خرابیدو او د نواقصو مخه یې نیول کیږي."

د اریانا افغان هوایي شرکت چارواکي وایي چې دوې د صادراتي توکو لیږد ته پوره چمتووالی لري.

د دې شرکت مشر نادر عمر وایي هغه صادراتي توکي چې له شلو ټنو لږ دي د اریانا له الوتکو څخه به ولیږدول شي خو له دې شمیر څخه ډیر توکي به په چارتر یا کرایه الوتکو کې ولیږدوي.

ښاغلی نادر وایي د هوا له لارې به د صادراتي توکو لیږد له کابله د جون په پنځلسمه او او له کندهار څخه به د جون په پنځه ویشتمه نیټه پیل شي.

"زموږ لومړنۍ الوتنې به له کابل څخه د جون په پنځلسمه او له کندهار څخه د جون په پنځه ویشتمه نیټه وي موږ د امکاناتو د کموالي له امله مجبور یو چې د ډیرو صادراتي توکو د لیږد لپاره له چارتر الوتکې څخه ګټه واخلو."

افغان حکومت هند ته د هوا له لارې د کرنیزو او صنعتي تولیداتو د لیږد پریکړه په داسې حال کې کړې چې افغان سوداګر ډیر کله د پاکستان له لارې هند ته د خپلو سوداګریزو توکو د لیږدل پر مهال له ستونزو سره مخ کیږي.

د افغانستان په لرو پرتو سيمو كې باغداران شكايت كوي چې د دوی کرنیز محصولات پر وخت او په آسانه توګه بهرنیو بازارونو ته نه شي رسیدلی.

باغدارانو د كرنې وزارت له چارواكو څخه په وار وار غوښتي و چې په دې برخه كې دې د هغوی ستونزې حل کړي.

XS
SM
MD
LG