د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ۲۰ جنګي او بې پيلوټه الوتکې اخلي


افغان هوايي ځواک به د دغو MD 530F الوتکو په ترلاسه کولو سره لا غښتلی شي
افغان هوايي ځواک به د دغو MD 530F الوتکو په ترلاسه کولو سره لا غښتلی شي

امریکايي چارواکي وايي افغانستان ته ۱۲ نورې څرخي جنګي الوتکې هم ورکول کیږي. دا الوتکې ام ډي ۵۳۰ اف نومیږي، چې په جگړې او روزنیزو ماموریتونو کې کارول کیږي.

د ام ډي هیلیکوپټر جوړونې شرکت نن په یوې اعلاميې کې وویل چې د افغانستان لپاره یې د دغو ۱۲ څرخي الوتکو د لېږدولو قرارداد ترلاسه کړی دی.

افغان هوايي ځواک به د دغو الوتکو په ترلاسه کولو سره لا غښتلی شي.

دغو ۱۲ څرخي الوتکو وار دمخه په ځینو پوځي بریالیو عملیاتو کې برخه اخیستې ده، همدغه راز پنځه ام ډي ۵۳۰ اف الوتکي په افغانستان کې د هوايي ځواکونو د روزنې لپاره کارول کیږي.

د ام ډي هلیکوپټر د شرکت اجرايي رئیس لاین ټلټن وویل " د ام ډي ۵۳۰ اف یوه الوتکه چې په ۲۰۱۱ کال کې د هرات د شینډنډ ولسوالۍ ته استول شوې ده، د افغان هوايي ځواکونو د ظرفیت په لوړولو کې يې مهم رول لوبولی دی."

ښاغلي ټیلټن وویل چې دغه الوتکې به په ۲۰۱۶ کال کې افغانستان ته واستول شي چې د دغه کال د جنګي موسم اړتیاوې پوره کړي.
ښاغلي ټیلټن وویل چې دغه الوتکې به په ۲۰۱۶ کال کې افغانستان ته واستول شي چې د دغه کال د جنګي موسم اړتیاوې پوره کړي.

دغه شرکت دا نه دي ويلي چې په دغو الوتکو باندې ټولټال څومره لګښت راځي.

بې پيلوټه الوتکې

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې بل کال ته به اته بې پیلوټه الوتکې ورکول کیږي چې د سرحدي او نورو مهمو سیمو امنیت ټينګ او وڅاري.

د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي نن د افغانستان مشرانو جرګې ته وویل " بل کال ته به اته بي پیلوټه الوتکې ترلاسه کړو چې د سرحدونو او نورو مهمو سیمو د امنیت او د ترهګرو د تګ راتګ د څارلو لپاره به مهم او ګټور وي. "

ښاغلي ستانکزي په دې اړه نور ډېر جزییات ورنکړل. هغه دا هم ونه ویل چې د دغو الوتکو لپاره عملیاتي ډله هم روزل شوې که نه، ځکه بي پیلوټه الوتکې په کمپیوټر باندې کنټرول کیږي.

همدا څو ورځې مخکې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مرستیال جنرال هانس لوتار دومروس په مزارشریف کې وویل چې دوی به له افغان هوايي ځواکونو سره د نورو مرستو ترڅنګ د جنګي الوتکو مرستې هم کوي چې د کندز ښار سقوط ته ورته نورې پېښې ونشي.

تر دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وو چې د ۲۰۱۶ کال تر جنګي موسم وړاندې به افغانستان ته ۲۸ څرخي الوتکې ورکوي، چې دغه الوتکې د همدغو ژمنو لړۍ ده.

افغانستان چې یو مهال د سیمې په کچه غښتلی هوايي ځواک درلود، په تېرو کورنیو جنګونو کې یې ډېر وسایل ولوټل شول، افغان حکومت په وار وار همدا خبره کوله چې د دوی هوايي ځواکونه باید په پښو ودرول شي چې له ترهګرۍ او نور وسله والو سره وجنګیږي.

افغانستان دا مهال ۱۶ دا ډول الوتکې لري او کار ترې اخلي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG