د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا څمکنیو کې هوايي برید مرګ ژوبله اړولې


د پکتيا ځايي چارواکي وايي چې د په څمکنيو په ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو هوايي بريد کړی چې د طالبانو په ګډون ځينو ملکي خلکو ته یې هم په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

د څمکنيو ولسوال عيد محمد احمدزي امريکاغږ ته وويل چې دغه هوايي بريد نن (پنجشنبه د سپټامبر ۲۰) غرمه مهال ددغې ولسوالۍ د ”نوزي دره‟ سيمه کې وشو. هغه وویل پدغه دره کې وسله وال طالبان شتون لري.

ښاغلي احمدزي وویل د ځينو راپورونو له مخې د بمبارۍ له کبله درې ملکي کسه وژل شوي او د پنځو ماشومانو په ګډون لس نور ټپيان دي.

نوموړي دا هم وويل چې د ځايي حکومتي چارواکي په توګه دوی دغه شمیرې نه تاييدولی او نه هم ردولی شي، ځکه د ده په وينا ظاهراً بريد د طالبانو پر يوه مرکز شوی دی.

په همدې حال کې د څمکنيو روغتون يو ډاکټر امریکاغږ ته وویل چې له يادې شوې پېښې نه دغه روغتون ته پنځه ټپي ماشومان ور وړل شوي دي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت له امريکاغږ سره په خبرو کې ياد شوی هوايي بريد تاييد کړ خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ویل.

XS
SM
MD
LG