د اوزبیکستان او ناروې استازو د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره د تعامل او سیمهییزو همکاریو پر پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د منځنۍ اسیا د نړیوال انسټیټیوټ مشر او د ازبکستان د ولسمشر د سلاکار مرستیال، جاولون وهابوف، پر اېکس په یوه پیغام کې ویلي چې په خبرو کې امنیت، سوداګري، انرژي، ترانزیټ او سیمهییز اتصال شامل وو.
وهابوف ټینګار کړی چې د سیمې تلپاتې ثبات په سیمهییزو بهیرونو کې د افغانستان له تدریجي ورګډېدو سره تړلی دی. د هغه په وینا، له افغانستان سره د تعامل پراختیا د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره ارزښت لري.
وهابوف په اوسلو کې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له دولتي سکرتر، ایویند واد پیترسن، سره د خپلې لیدنې په اړه هم معلومات شریک کړي دي.
هغه ویلي چې دواړو لورو د ازبکستان او ناروې د اړیکو پر پرمختګ او د منځنۍ اسیا او نوردیک هېوادونو ترمنځ د همکاریو د چوکاټ پر راتلونکو ګامونو خبرې کړې دي.
هغه د دې لیدنې په اړه لیکلي: «ناروې او منځنۍ اسیا ښايي په نقشه کې له یو بل لرې وي، خو زموږ لومړیتوبونه تر هغه ډېر نږدې دي چې ښکاري.»
په شریکو شویو معلوماتو کې د افغانستان په اړه د کوم ځانګړي تړون یا نوې پروژې د اعلان یادونه نه ده شوې.
فورم \ دبحث خونه