د لاس رسي وړ اتصالات

هراتۍ نجونو د نشه يي توکو سره بل ډول مبارزه پیل کړې


خاطره محمدي وایي دا ګیم یې د ورور د ژوند رښتینی داستان دی
خاطره محمدي وایي دا ګیم یې د ورور د ژوند رښتینی داستان دی

په هرات ولایت کې د نجونو یوې ډلې له نشه يي توکو سره د مبارزې یو ویډیو ګیم جوړ کړی دی.

د ګیم جوړونکې خاطره محمدي وايي چې د ګیم له جوړولو یې هدف دا دی چې د نشه يي توکو د زیانونو په اړه خلکو او په ځانګړي ډول ځوانانو ته معلومات ورکړي.

وايي په دغه ګیم کې د نشه یي توګو پر کروندو او تولید پر کارخانو له هوا بمونه نه غورځول کیږي او همدغه راز له اورپکو سره هم مخامخ جنګ نه په کې کیږي، بلکې د ګیم اصلي کرکټر یو افغان سرتېری دی.

ګیم داسې جوړ شوی دی چې افغان سرتېری په هلمند کې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کوي او د کوکنارو کروندې اړوي. دا سرتېری که پنځه وارې هم ووژل شي بېرته ژوندی کیږي او خپله مبارزه پیلوي.

په ګیم کې افغان سرتېری له ګڼو خطرونو سره مخامخیږي، دښمن ورته په کروندو کې په کمین ناست وي، ماینونه ورته ښخ کړل شوي وي، د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو د بریدونو خطر وي خو بیا هم دی خپله مبارزه روانه ساتي او د هیروینو په پټو لابراتوارونو پسې ګرځي او ورانوي يي.

خاطره محمدي اسوشیتډپرس ته وویل دا کیم یې په یوې میاشتې کې له پنځو نورو نجونو سره جوړ کړ او لومړی کس چې دا ګیم یې ورته وښوده ورور یې و. دوی په هرات کې د کمپیوټر په یو مرکز کې زده کړې کوي.

دا نجونې په هرات کې د کمپیوټر د یو مرکز زده کوونکې دي
دا نجونې په هرات کې د کمپیوټر د یو مرکز زده کوونکې دي

د محمدي ورور په هلمند کې له بهرنیو ځواکونو سره ژباړن دی او وايي هر کله یې چې ورور کور ته راغلی، د نشه يي توکو د کرکيلې، ماینونو، طالبانو د بریدونو او دا ډول نورې کیسې یې ورته کړي دي. په اصل کې د دغه ګیم د جوړولو انګیره هم له همدغه ځایه پیدا شوې ده.

خاطره هیله لري چې یوه ورځ افغانستان له نشه يي توکو پاک وي او ځای یې زعفرانو نیولي وي. زعفران په هرات ولایت کې ډېر کرل کیږي چې ارزښت او قیمت یې هم زیات دی او د ډېرو په باور د کوکنار ښه بدیل کېدی شي.

افغانستان د نشه يي توکو د تولید ستر هېواد بلل کیږي او تر ټولو ډېر نشه يي توکي په جنوبي ولایتونو هلمند او کندهار کې کرل کیږي. دغلته وسله وال طالبان هم فعاله دي. افغان او امریکايي چارواکي وايي وسله وال طالبان د جنګ ډېر عاید د نشه يي توکو د کرکيلې او تولید له لارې ترلاسه کوي.

په دې وروستیو کې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو د نشه یي توکو د تولید پر کارخانو هوايي بریدونه زیات کړي دي او یو شمېر یې ویجاړ کړي دي. د بهرنیو ځواکونو قومندان جان نیکلسن وايي چې د مخدره موادو پر ضد عملیاتو کې اف-۲۲ او بي-۵۲ الوتکې هم برخه اخلي چې له کبله یې طالبانو ته ډېر مالي زیان رسېدلی دی.

نوموړي څه موده مخکې وویل چې په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید کارخانې د ۴۰۰ او ۵۰۰ ترمنځ دي خو وايي ټول به یې ختموي.

XS
SM
MD
LG