د لاس رسي وړ اتصالات

د اسدالله خان له انتقاد وروسته کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې ته بل مشر وټاکه 


اسدالله خان تېره ورځ وویل چې د ۱۹ کلنو او شل اوریز لوبډلې ده انتخاب کړې نه دي، کرکټ بورډ نن احمد شاه سلیمانخېل د غوراوي کمېټې سرپرست وټاکه
اسدالله خان تېره ورځ وویل چې د ۱۹ کلنو او شل اوریز لوبډلې ده انتخاب کړې نه دي، کرکټ بورډ نن احمد شاه سلیمانخېل د غوراوي کمېټې سرپرست وټاکه

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی احمدشاه سلیمانخېل د لوبغاړو د غوراوي کمېټې لپاره سرپرست وټاکه.

دا ټاکنه داسې مهال کېږي چې د دغې کمېټې مشر اسدالله خان تېره ورځ په خپل فیسبوک کې ولیکل چې د ۱۹ کلنو او د ۲۰ اوریزو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې لوبغاړي ده غوره کړي نه دي.

هغه لیکلي دي: «زه د U19 یا کومې T20 ټیم لپاره مسؤل نه یم ځکه چې ما هیڅ نه دي جوړ کړی». اسدالله خان د لوبغاړو د غوراوي د کمېټې مشر دی او لوبډلو ته د لوبغاړو انتخاب کول د ده مسئولیت دی.

هغه نه دي لیکلي چې دا لوبغاړي چا غوره کړي. د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله په نړیوال جام کې بدې ماتې وخوړلې او خپلې درې واړه لوبې یې وبایللې. د افغانستان ملي لوبډلې بیا خپلې درې واړه شل اوریزې سیالۍ په هند باندې وبایللې.

د افغانستان کرکټ بورډ پرته له دې چې د اسدالله خان د خبرو او د هغه د موقف په اړه پوره وضاحت ورکړي، د احمدشاه سلیمانخېل د ګمارلو خبر خپور کړی دی.

د بورډ اعلامیه وایي: «د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی احمد شاه سلیمانخېل د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سرپرست مسوول په توګه وټاکل شو.... د افغانستان کرکټ بورډ، احمدشاه سليمانخېل ته په اړوند مسووليت کې د برياليتوب هيله کوي.»

د بورډ په اعلامیې کې ویل شوي نه دي چې اسدالله خان په خپلې دندې دی که لېرې شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG