د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني د کندز ښار ته ولاړ


ښاغلی غني وایي یو څو سخت کلونه لا په مخ کې شته خو "د هرې سختۍ پسې اساني شته دی."
ښاغلی غني وایي یو څو سخت کلونه لا په مخ کې شته خو "د هرې سختۍ پسې اساني شته دی."

د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د طالبانو څخه د کندز د ښار د بیرته نیولو څخه نږدې یوه اونۍ وروسته جمهور رئیس محمد اشرف غني نن دغه ښار سفر وکړ او د ښار په بیرته نیولو کې یې د افغان امنیتي ځواکونو رول وستایه.

جمهور رئیس غني افغان پوځ، پولیس او ملي امنیت له جنرالانو، افسرانو او سرتیرو څخه د مننې په ترڅ کې وویل "خدای مو په خیر وساته افغانستان ته مو غزت ورکړ." او زیاته یې کړه چې "انشاالله ستاسو د کوښښ، او دوامداره قربانیو په نتیجه کې دا وطن به سمسور شي او ټول افغانان به خپل وطن مشترک کور وګڼي."

جمهور رئیس غني کندز ښار کې د افغان امنیتي ځواکونو یوې غونډې ته په وینا کې د کندز جګړه د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې یو ازمایښت وبلله، وې ویل چې افغان ځواکونه په ښه توګه له دغه ازمایښت څخه راوتلل.

ولسمشر غني په کندز کې د افغان امنیتي ځواکونو له منسوبینو سره د خبرو پر وخت
ولسمشر غني په کندز کې د افغان امنیتي ځواکونو له منسوبینو سره د خبرو پر وخت

ښاغلي غني وویل " نن د ډاډ یو ښه فضا رامنځ ته شوې ده، دلیل یې دا دی چې زمونږ ګډې ګټې او ګډ ګواښونه مونږ سره یوځای کوي ".

هغه وویل چې د افغان حکومت دښمنان منزوي شوي دي او نړۍ ورڅخه غواړي چې په افغانستان کې لاس وهنه بنده کړي.

ښاغلي غني وویل چې د کندز د پیښې د ازونې لپاره یې یو خپلواک کمیسیون ګمارلی چې دا کمیسیون به د طالبانو لاس ته د دغه ښار د ورتللو په ټولو عواملو بشپړ رپوټ ترتیب کړي.

ښاغلي غني هیله وکړه چې د قوي د مشروع استعمال انحصار یوازې او یوازې د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې وي او د هغه په وینا کله چې اردو عملیات کوي نو "مونږ ټول ورته خپل سرونه په درناوي ټیټ کړو."

هغه وایي یو څو سخت کلونه لا په مخ کې شته خو د هغه په وینا "د هرې سختۍ پسې اساني شته دی."

جمهور رئیس غني افغان امنیتي ځواکونو ته ډاډ ورکړ چې افغان حکومت د هغوی د قربانیو درناوی کوی او بل کال ته به د افغان پوځ د پوځي قول اردوگانو تر څنګ د افغان پوخيانو د کورنیو لپاره هم د کورونو جوړل پیل کړي.

هغه وویل " ډاډ ولرئ چې ستاسو د هر شهید او ټپي پسې به زه د خپلو واقعي بچیانو په توګه چې تا سو یاست ګرځیږم".

طلبانو اتلس ورځې وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو څخه د کندز ښار ونیو چې بیا د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنخ د دوو اونیو جګړو وروسته شپږ ورځې وړاندې افغان امنیتي ځواکونو بیرته دا ښار ونیو.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون راتلونکې

جمهوررئیس غني په داسې حال کې کندز ته سفر کړی چې تیره شپه د امریکا جمهور رئیس د افغانستان د امنیتي وضعیت ته په کتنې د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو په مهال ویش کې بدلون راوستی دی.

د دغه نوي همال ویش له مخې به اوس نږدې لس زره امریکایي ځواکونه په ۲۰۱۶ کال کې هم په افغانستان کې پاتې شي او بیا به په ۲۰۱۷ کال کې ددغو ځواکونو له نیمایي زیات په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او د تروریزم په وړاندې د مبارزې په برخو کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

افغان حکومت په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت د اوږدیدو هرکلی کړی دی.

د افغانستان جمهور رئیس او اجرائیه رئیس دواړو د امریکا د جمهور رئیس پریکړه ستایلې ده.

د امریکا د جمهور رئیس باراک وباما له خوا د دوه نورو کلونو لپاره په افغانستان کې د زرګونوامریکایي عسکرو د پاتې کیدود اعلان وروسته د افغانستان جمهوررئیس د خپلې کابینې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې افغانان لا هم د سیمه ایزو ګواښونو سره مخ دي.

جمهوررئیس غني وویل " لا هم پنا ځایونه شته او بریدونه ډیر شوي دي، دا بریدونه د اټکل وړ وو، ددې لپاره چې په افغانستان کې د امریکا جنګي ماموریت پای ته رسیدلی دی، تیر کال امریکا یوازې پنځویشت کسانو قرباني ورکړې ده او دوی د جګړې په حال کې نه وو، ددي برداشت له مخې او کومې دوامداره خبرې چې د افغانستان له مشرتابه سره لرلې، امریکا څو بنیادي پریکړې وکړې".

د افغانستان جمهوررئیس په خپلو څرګندونو کې امریکا ته د پاکستان د صدراعظم میا نواز شریف کیدونکي سفر او هلته د امریکا له جمهوررئیس سره د کتنې په باب وویل چې په دغه کتنه کې به د افغانستان په حالاتو هم خبرې وشي.

هغه وویل " بله اونۍ د پاکستان صدراعظم امریکا ته سفر کوي اوهلته یې ټینګار پر دې دی چې پناه ځایونه باید ختم شي طالبانو طرفدارانو ته یې څرګند پیغام دادی چې د هغوی د وتلو یوازې لاره د افغانستان مشروع حکومت سره یو سیاسي لاره ده ".

جمهوررئیس غني وویل چې امریکایي ځواکونه به په افغامنستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې ترڅنګ د تروریزم په وړاندې هم په مبارزه کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG