د لاس رسي وړ اتصالات

غني: په ډیورند باندې خبرې زما له واکه پورته دي


جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې هیڅ امنیتي ادارې ته به د افغان رسنیو په چارو کې د لاس وهلو اجازه ورنکړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې هیڅ امنیتي ادارې ته به د افغان رسنیو په چارو کې د لاس وهلو اجازه ورنکړي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ ترکمنستان ته د خپل سفر او د تاپي د ګازو د نل لیکې پروژې په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي غني د یوې پوښتنې په ځواب کې چې گڼې اسلام آباد په یو لیک کې له افغان حکومت نه د ډیورند د کرښي په رسمیت پیژندل او د ملي امنیت په اداره کې د پاکستان د خوښې اشخاصو د گمارلو غوښتنه کړې وویل دا تشې آوازې دي او هیڅوک د افغانستان په چارو کې د لاس وهنې حق نه لري.

جمهور رئیس غني وویل "د ډیورنډ کرښه زما اختیار نه دی، د افغانستان د ولس اختیار دی، نن خبرې د افغانستان او د پاکستان د مشترک امنیت دي، نه د ډیورنډ کرښې باندې څوک غږیږي او نه هم غږیدلي دي. د افغانستان د امنیتي ځواکونو، افرادو او تعینات د افغانستان د اساسي قانون د افغانستان د ګټو په اساس کیږي، په دې کې هیڅ ګاونډی ملک او یا بل ملک حق د مداخلې نه لري او نه هم مداخله کیږي."

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې هیڅ امنیتي ادارې ته به د افغان رسنیو په چارو کې د لاس وهلو اجازه ورنکړي.

ښاغلي غني هغه انګرینې یوځل بیا په کلکه رد کړې چې په کې ویل کیږي چې افغانستان د هند او پاکستان د نیابتي جګړې ډګر دی.

هغه وویل " هر وارې چې زمونږ محترم ژورنالستان وایي چې مونږ میدان د جنګ یو یعنی دا مني چې میدان د جنګ یو، دیرش میلونه انسانان دلته ژوند کوي تر څه وخته وایي چې میدان د جنګ یو مونږ د همکارۍ ساحه یو، مونږ د همغږۍ ځای یو مونږ د بدلون ځای یو ".

ولسمشر غني وویل چې د ترکمنستان څخه چې د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګاز کومه نل لیکه غځیږي ۶۰ فیصده ګاز به پاکستان ته برابر کړي.

همداشان جمهور رئیس د یو خبریال ددې پوښتنې سره هم موافق نه و چې ویل یې ایران د تاپي د پروژې د پلي کیدو په برخه کې لوی خند دی.

ښاغلي غني وویل "دا پروژه هیچا لپاره ګواښ نه دی، ایران د بحر له لارې هندوستان سره د یوې پروژې د جوړولو په حال کې دی، ایران د خپلو نفتو او ګازو په منابعو باندې د ملیاردونو ډالرو د پانګونې غوښتنه لري او د تعذیراتو په پای ته رسیدلو انشالله ایران به د سیمې په یو مثبت لوبغاړي بدل شي ".

جمهور رئیس غني د ترکمنستان د جمهوررئیس څخه په دې مننه وکړه چې خپل ملیاردونه ډالره په افغانستان کې د ثبات د راوستلو په لاره کې مصرفوي.

همداشان جمهور رئیس غني وویل چې د ترکمنستان چارواکو ورسره منلې چې افغانستان اعلی غنم ټن د ۲۵۰ ډالرو څخه په کمه بیعه وپلوري.

جمهور رئیس غني وویل چې افغانستان به سږکال د ترکمنستان څخه دوه سوه زره ټنه غنم واخلي.

XS
SM
MD
LG