د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت بیا له پاکستانه په ژمنو د عمل غوښتنه کړې


افغانستان له پاکستان نه د طالبانو په وړاندې عملي اقدامات غواړي
افغانستان له پاکستان نه د طالبانو په وړاندې عملي اقدامات غواړي

افغان حکومت د پاکستان په خاوره د افغان وسله والو ډلو پروړاندې ددغه حکومت د پوځي اقدام غوښتنې سره د پاکستاني چارواکو مخالفت سره سره بیا له دغه هیواد څخه په خلپو ژمنو د عمل غوښتنه کړې.

افغان حکومت د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو اړیکو او امنیتي چارو د سلاکار څرګندونې چې ویلي یې دي، پاکستان په خپل هیواد کې دننه د طالبانو په خلاف پوځي اقدام نشي کولی رد کړي او له پاکستان یې غوښتي، چې په څلور اړخیزو غونډو کې په شوو پرېکړو دې عمل وکړي.

د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د څلور اړخیزو غونډو د ژمنو په اساس افغانستان اوس له پاکستان نه د طالبانو په وړاندې عملي اقدامات غواړي.

ښاغلي مینه پال وویل "پاکستان په څلور اړخیزو ناستو کې نړۍ او دنیا والو ته ژمنې کړې وې، چې د هغو ډلو په وړاندې به نظامي اقدامات کوي، چې له افغان حکومت سره سوله نه کوي، پاکستان باید پدغو خپلو ژمنو عمل وکړي".

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغان ولسمشر دا غوښتنه رد کړه، چې پاکستان دې د طالب وسله والو په وړاندې پوځي اقدام وکړي، یا دې ونیسي او یا هم دې هغوی افغان حکومت ته د محاکمې لپاره وسپاري.

سرتاج عزیز د افغان حکومت ددغې غوښتنې په ځواب کې دا هم ویلي چې افغان چارواکو دا تمه لرله، چې د سولې خبرې به سمدستي پیل شي او په تاوتریخوالو کې به کموالی راشي، خو هغه وویل چې له بدمرغه طالبانو خپلو پسرلنیو عملیاتو ته مخه وکړه او مذاکرات پيل نه شول.

خو د سرتاج عزیز د څرګندونو په غبرګون کې د ولسمشر ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي، افغان حکومت له څلور اړخیزو غونډو نه دا تمه لرله، چې پاکستان به افغانستان ته سوله راولي خو نه یوازې سوله رانغله بلکې ترهګر جګړې کوي.

د اپریل په نوولسمه په کابل کې د ملي امنیت د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې په ریاست د خونړي برید وروسته د افغان حکومت د جنګ په پالیسۍ کې بدلون راغلی او ولسمشر غني پارلمان ته په ويناء کې وویل چې نور له پاکستان د سولې د راوستو تمه نه لري

XS
SM
MD
LG