د لاس رسي وړ اتصالات

کابل د سولې په پروسه کې د انقرې د همکارۍ غوښتنه وکړه


نن د افغانستان او ترکیې د دیپلوماتیکو اړیکو سلمه کالیزه ده.
نن د افغانستان او ترکیې د دیپلوماتیکو اړیکو سلمه کالیزه ده.

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وايي ترکیه په سیمې او اسلامي نړۍ کې یو مهم هېواد دی او د افغانستان د سولې پروسې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع په پیاوړتیا کې اغیزمن رول لوبولی شي.

ښاغلي اتمر د دوشنبې په ورځ د مارچ لومړۍ (کب ۱۱) د کابل – انقرې ترمنځ د ډپلوماټیکو اړیکو د سلمې کلیزې په مناسبت مراسمو کې وویل چې د ترکیې نوښت او د افغانستان د سولې له پروسې سره یې ملاتړ "زیات د ارزښت وړ" دی.

اتمر وویل له ترهګرۍ سره مبارزه، د افراطیت مخنیوی، اقتصادي اړیکې او د سیمې په کچه د اړیکو پیاوړتیا د افغانستان له سولې او ټیکاو سره مستقیمې اړیکې لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: "په افغانستان کې سوله اوس په یو ګډ هدف بدل شوی دی... له همدې امله موږ د ترکیې له ستر ملت څخه غواړو چې دایمي سولې ته د رسېدو لپاره خپلو مخلصانه همکاریو ته دوام ورکړي، هغه سوله چې د خلکو اراده منعکسه کړي او د سیمې او نړۍ هېوادونه یې په اړه اجماع ولري".

نوموړي دغه راز د افغانستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د درې ‌اړخیزو غونډو بیا پیلېدل، د افغان سولې مذاکراتو کوربتوب لپاره د ترکیې چمتوالی او د افغانستان د سولې په پروسه کې د همکاریو لپاره د ترکیې د دیانت بنسټ چمتوالی له کابل سره د انقرې د همکاریو مهمه برخه وبلله.

د افغان سولې په پروسه کې د همکاریو دا غوښتنه وروسته له هغې کېږي چې افغان حکومت او طالبان له شاوخوا اوو میاشتو راهیسې په قطر کې د سولې په مذاکراتو بوخت دي چې تراوسه په کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG