د لاس رسي وړ اتصالات

د فاریاب په ولایت کې بمي چاودنې ۹ کسه وژلي


افغان چارواکي وايي چې ددغه هیواد په شمال کې د یوې بمي چاودنې له کبله د ولایتي شورا د یوه غړي په ګډون لږ تر لږه ۹ کسه وژل شوي دي. پولیس وايي چې دغه پېښه د فاریاب ولایت د غورماچ په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د جنوب په پرتله چیري چې په زیات شمیر سیمو کې طالبان ځالې لري، د افغانستان په شمال کې د تاوتریخوالي او تشدد کچه کښته ده.

تر اوسه پوري دا نه ده معلومه چې د دې پېښې مسول څوک دی. دغه برید یو ورځ وروسته له هغه نه کېږي چې د افغانستان د سولې د شورا یو عالي رتبه غړی ارسلا رحماني په کابل کې د ترور شو. طالبانو ویلي دي چې دوي ارسلا رحماني نه دی وژلی.

افغان چارواکي وايي چې دوي په تاوتریخوالي کې د زیاتوالي وړاندوینه کوي. دا په داسي حال کې ده چې یاغيانو په دې ورستیو کې د پسرلي عملیاتو د پیل اعلان وکړ.

په داسي حال کې چې نړیوال امنیتي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال د مهال وېش سره سم د افغانستان څخه وځي، افغان امنیتي قواووې اوس د افغانستان د زیاتې برخې د امنیت مسولیت په غاړه اخلي.

پرون د یکشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د امنیتي مسولیت د انتقال د بهیر دریم پړاو اعلان کړ.

ددغه پړاو په ترڅ کې به د افغانستان د ټولو ولایتونو د مرکز او دغه راز د ارزګان، کاپیسا او پروان ولایتونو د بشپړ امنیت مسولیت و افغان ملي امنیتي ځواکونو ته وروسپارل شي.

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي چې کله دغه پړاو بشپړ شي نو د افغانانو ۷۵ په سلو کې نفوس امنیت به په خپله افغان ملي امنیتي ځواکونه وساتي.

XS
SM
MD
LG