د لاس رسي وړ اتصالات

پر اسدالله خالد باندي بریدکونکي په نیکر کې بم ځای پر ځای کړی و


هغه کس چې د افغانستان د ملي امنیت د ریْس د وژلو لپاره یې ځانمرګی برید کړی په خپل نیکر کې یې بم ځاي پرځاي کړی و.

دغه خبره نن د افغانستان د ملي امنیت ریاست کړې ده.

په اسد الله خالد باندې ځانمرګي برید هغه کس کړی دی چې ځان یې د طالبانو لخوا د سولې استازی معرفي کړی و او د ملي امنیت په یوه میلمستون کې چې د کابل د تایمني په سیمې کې و د اسد الله خالد سره لیدل.

اسدالله خالد په هغه چاودنه کې د پنچشنبی په ورځ زخمي سو چې د ده په میلمستون کې پر وشوه. په کابل کې له چاودنی نه وروسته هغه سمدلاسه روغتون ته یووړل شو او اوس ویل کېږي چې د هیواد نه به بهر ته د درمنلې لپاره انتقال شي. دافغانستان دملي امنیت ریاست دغه برید تصدیق کړی دی او وايي چې هغه ټپي شویدی او روغتیايي وضیعت یې د ښه کیدو په حال دی.

رپوټ وايي چې طالبانو ددغه برید مسولیت منلی دی او ویل کېږي چې یو کس ګسټ اوس ته ورننوتی دی او پر ښاغلي خالد یې برید کړی دی. ویل کېږي چې برید د تیرکال د سولې د شورا پر مشر برهان الدین راباني باندي د برید سره مشابهت لري . اسدالله خالد د روان کال د سپټمبر په میاشت کې هغه وخت داستخباراتو رئیس سو چې ولسمشر کرزي په خپله کابینه کې بدلون راوستی.

د دېنه وړاندي نوموړي د غزي او کندهار په ولایتونو کې د والي دنده پر مخ وړې ده.
XS
SM
MD
LG