د لاس رسي وړ اتصالات

په ارزګان کې یو پولیس خپل څلور همکاران وژلي


آرشیف
آرشیف
د داخلي بريدونو په يوه وروستۍ پېښه کې په اروزګان کې يوه پوليس دوسله والوطالبانوپه مرسته پرخپلو۶ ملګرو حمله کړې او۶ تنو ته يې پکښي مرګ ژوبله اړولې ده .

دارزوګان پوليس مقامات وايي چي تيره شپه دولايت په يوه مرکزي برخه کې د پوليسو يوه سرتيري دخپل ماموريت پرمهال دوسله والوطالبانو په ملتيا پرخپلو۶ بيده ملګروپوليسو حمله کړې ۴ تنه وژلي او۲ نوريې ټپي کړي دي .

ترپيښي وروسته بريدکونکی پوليس له وسله والوطالبانوسره يوځای له سيمي وتلی .
داروزګان دپوليسو وياند فريدعايل وايي چي پدې اړه تحقيقات پیل شوي خو د لمړنيومعلوماتوله مخې دوي ته څرګنده شوې چې بريدکونکی پوليس له وړاندیې لا له وسله والوطالبانوسره په اړيکه کې وو .

تردې يوه اونۍ مخکې دکندهارپه سپین بولدک والسوالۍ کې ۳ سرحدي پوليسوخپل ۴ ملګري ووژل او۳ تنه نوريې ټپیان کړل چي دچارواکوپه وينا۳ واړه بريدکونکي تربريدوروسته د ډیورنډ پولي پوري خواته واوښتل.

په عین حال کې د کندهاردامنيت امرسمونوال رحمت الله اطرافي په يوه خبري ناسته کې خبر ورکړچي په تيره يوه اونۍ کې يې د دولت ۲۱تنه وسله وال مخالفين ژوندي نيولي .

نوموړی چي دپوليسو دتيري يوې اونۍ دلاس ته راوړنوپه باب رسنيوته وویل چي دپوليسوپه ليکوکې دشکمنوکسانو دپيژندنې لپاره دپخواپه تناسب توجه زياته شوې اوبیلابيلي څارونکې ادارې پدې کاربوختي دي.،، ،،موږپه هرماموريت ،هره حوزه اوهره قطعه کې خپل څارونکي مامورين لرو چي دملي امنيت ،جنايي ،تروريزم اوځينواداروکارکونکې پکښي شامل دي ، موږدې ته سخت متوجه يوچي خدای مکړه که کوم څوک ددښمن تراغيزلاندي راځي اویاهم له بلي لاري ددښمن سره همکاري کوي پروخت وپیژندل شي اودازموږلپاره په داخل کې ترټولومهمه دنده ده ،، .

دارزوګان دغه تازه پېښه لمړنی نده اود ډیرو کتونکوپه باور شايد نه هم وروستۍ وي ،خوپه ټوله کې دامنيتي بنستنو په دننه کې دغه ډول بريدونو ګڼي اندېښنې له ځان سره پیداکړې .
په پوځي قطعاتوکې دسالم مديريت دنشتون په ګډون ځیني رواني اواقتصادي ستونزي هم ددغه ډول بريدونوديوه عامل په توګه ياديږي خو، ډیری نظامي کتونکې پدې باوردي چي په لمړي سرکې دسرتيرو په جلب اوجذب کې له بيړي څخه کاراخيستل شوی او ممکن ددولت دوسله والومخالفينوپه ګډون جينايي ډلوهم پکښي ځانونه ځای کړي وي ،چي پيژندنه يې ډیرکاراودقيقه پاملرنه غواړي .

عزیزالله پوپل- کندهار
XS
SM
MD
LG