د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: د بدخشان په پېښه کي د ۲۰۰۰ شاوخوا خلګ ورک دي


Archive
Archive
د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د اب باریک په سیمه کې ځمکه ښویدلې ده په سلګونو تنه خلګ یې لاندي کړي دي. افغان حکومتي چارواکي د تلفاتو په هکله بیلابیل ارقام وړاندي کوي خو تراوسه پوري د تلفاتو دقیق شمیر معلوم نه دی.

چارواکي وايي چي د تلفات شمیر به زیات شي.


د ارګ څخه په یوې خپرې شوې بیانیې کي راغلي دي چي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د بدخشان ولایت د ارګوی په ولسوالۍ کې د ځمکې د ښوېدو د پېښې له امله خواشینی شوی دی او اړوندو ارګانونو ته یې هدایت ورکړی دی چي د پېښې سیمې ته دي عاجلې مرستې واستوي او د خلګو په ژغورنه کي دي ژر تر ژره اقدام وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د خلګو سره د دې پېښې په خاطر همدردي څرګنده کړې ده او د پېښې قربانیانو ته یې د دعا مراتب وړاندي کړي دي.

د بدخشان والي شاه ولي ادیب د دغه ولایت د ولایتي شورا د ريْس څخه په نقل قول وايي چي د غره د ښوېدو په لومړۍ پېښه کي د ۶۰۰ شاوخواه خلک د هغو کسانو مرستې ته ورغلل چي د ځمکې لاندي شوي وو او په دویمه پېښه کي مرسته کونکي هم ځمکې لاندي کړل.

د بدخشان والي د خاورو لاندي شویو کسانو شمیر ۲۵۰۰ تنه بللی دی چي په کښي ښځې ، نارینه او ماشومان شامل دي.

خو د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن بیا وايي چي ۲۱۰۰ کسه د ځمکې لاندي شوي دي. هغه وايي چي د پېښې په سیمه کي زرو کورنیوو ژوند کوی او تراوسه پوري د ۱۰۰ شاوخوا مړي د ځمکې د لاندې نه را ایستل شوي دي.

فروتن زیاته کړه چي ۷۰۰ کورنۍ چي د خطر سره مخ وې، خوندي ځاینونو ته انتقال شوي دي او مرستې ورسره شوي دي.

خاوري: داسي نښکاري چي څوک دي ژوندی پاته وي


د بلي خوا د بدخشان ولایت د عامې روغتیا ریْس ډاکټر نور خاوري امریکا غږ ته ویلي چي پېښه د غرمې مخکي پر ۱۱ نیمو بجو رامنځ ته شوې. هغه په خپله سیمې ته تللی دی او وايي چي داسي نه ښکاري چي څوک دي ژوندی پاته وي. نوموړي زیاته کړه چي سیمې ته یې لس امبولانس ور استولي دي.

نوموړی زیاتوي چي د پېښې په سیمه کي د واده مراسم و چي کیدای شي د همدغه وجې هم د تلفاتو شمیر زیات شي ځکه په سیمه کي د خلګو تعداد زیات و.

په عین حال کي د افغانستان د طبیعي حوادثو سره د مبارزې د ادارې ریْس دایم کاکړ وايي چي تراوسه پوري د سیمې خلګو یواځي درې کسه د ځمکې لاندي نه را ایستلي دي. کاکړ زیاتوي چي سیمې ته یې خیمې، کمپلې او خوراکي مواد لېږلي دي.


د بلي خوا د بدخشان د امنیې قوماندان فضل الدین عیار امریکا غږ ته ویلي دي چي ډبري درنې دي او ژر امکان یې نشته چي د ځمکې لاندي شوي خلګ دي ژر وژغورل شي.
XS
SM
MD
LG