د لاس رسي وړ اتصالات

په بدخشان کي په سلګونو کورونه د ځمکې لاندي شوي


Archive
Archive
د بدخشان د ارګو په ولسوالۍ د اب باریک په سیمه کې غر ښویدلې دی په سلګونو تنه خلګ یې لاندي کړي دي. افغان حکومتي چارواکي د تلفاتو په هکله بیلابیل ارقام وړاندي کوي خو تراوسه پوري د تلفاتو دقیق شمیر معلوم نه دی.

چارواکي وايي چي د تلفات شمیر به زیات شي.



سید جهانګیر کرامت د بدخشان د جنایي تحقیاتو امر چې سیمې ته په لاره و امریکا غږ ته يې وویل چې په دغه سیمه کې درې سوه کوره ودان وو چې د غره د ښویدو له امله ټول تخریب شوي دي.

نوموړي وویل چې دوي فکر کوي چې ۲۵۰ تنه د سیمې اوسیدونکي به د غره لاندې شوي وي او زیاته يې کړه چې تر اوسه خلک په بیلونو او کولنګونو کار کوي چې د ۱۲ تنو جسدونه يې راویستلي دي.

سید جهانګیر دا هم وویل چې پولیس او خلک یو ځای په سیمه کې د جسدونو په راویستلو پسې لټه کوي، خو د بیل او کولنګ په ذریعه به ددغو خلکو ویستل ناممکن وي.

خاوري: داسي نښکاري چي څوک دي ژوندی پاته وي



د بلي خوا د بدخشان ولایت د عامې روغتیا ریْس ډاکټر نور خاوري امریکا غږ ته ویلي چي پېښه د غرمې مخکي پر ۱۱ نیمو بجو رامنځ ته شوې. هغه په خپله سیمې ته تللی دی او وايي چي داسي نه ښکاري چي څوک دي ژوندی پاته وي. نوموړي زیاته کړه چي سیمې ته یې لس امبولانس ور استولي دي.

هغه وايي چي د پېښې په سیمه کي د واده مراسم و چي کیدای شي د همدغه وجې هم د تلفاتو شمیر زیات شي ځکه په سیمه کي د خلګو تعداد زیات و.

په عین حال کي د افغانستان د طبیعي حوادثو سره د مبارزې د ادارې ریْس دایم کاکړ وايي چي تراوسه پوري د سیمې خلګو یواځي درې کسه د ځمکې لاندي نه را ایستلي دي. کاکړ زیاتوي چي سیمې ته یې خیمې، کمپلې او خوراکي مواد لېږلي دي.


د بلی خوا د بدخشان د امنیې قوماندان فضل الدین عیار امریکا غږ ته ویلي دي چي ډبري درنې دي او ژر امکان یې نشته چي د ځمکې لاندي شوي خلګ دي ژر وژغورل شي.

دغه راز د بدخشان ولایت مرستیال والي ګل محمد بیدار امریکا غږ ته په مرکې کي ویلي دي چي زیات خلګ به د ځمکې لاندې شوي وي ځکه په هر کور کي شاوخوا ۵ یا ۶ کسه وو او شاوخوا ۳۰۰ کوره تر ځمکې لاندي شوي دي.

د هغه سره د امریکا غږ خبریال ګل رحیم نیازمن مرکه په لاندي لینک باندي اوریدلای شیْ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG