د لاس رسي وړ اتصالات

په بدخشان کې د نا امنیو له کبله ښوونځي تړل شوي


د بدخشان د معارف ریس سید شمس الله شمس وایې په دریو ولسوالیو کې د دوی یو شمیر ښوونځي تړل شوي دي.
د بدخشان د معارف ریس سید شمس الله شمس وایې په دریو ولسوالیو کې د دوی یو شمیر ښوونځي تړل شوي دي.

په بدخشان کې د ناامنیو له وجې یو شمیر ښوونځي تړل شوي دي، په دغو ښوونځیو کې په سلګونو نجونو او هلکانو زده کړې کولې.

د بدخشان په دریو ولسوالیو بهارک، جرم او وردوج کې یو شمیر ښوونځي د جګړو له امله تړل شوي دي، د بدخشان د ښځو چارو ریسه ذفنون ناطق وایې چې په دغه ولایت کې په سختو جګړو کې ښوونځي نه وو تړل شوي خو د دې وروستیو ناامنیو له امله په بهارک او یو شمیر نورو ولسوالیو کې ښوونځي وتړل شول.

هغه وایې چې د بدخشان د ښځو یوه مهمه لاسته راوړنه د ښوونځیو فعال ساتل وو، خو په دې اړه ورته اوس ستونزې پیدا شوې.

د بدخشان مرکز فیض اباد کې ۹۰٪ معلمینې ښځې دي او لس فیصده نور یې نارینه دي، ذفنون ناطق دا دښځو لویه لاسته راوړنه ګڼي او وایې "په بدخشان کې ۴۸٪ نجونې ښوونځيو ته ځي، په فیض اباد کې ۹۰٪ معلمینې ښځې دي او لس فیصده یې نارینه دي ".

هغه وایې چې دوی اوس په دې اندیښمن دي چې د فیض اباد نزدې ولسوالۍ بهارک کې د نجونو ښوونځي تړل شوي دي "په بدخشان کې په سختو شرایطو کې ښوونځي نه دي تړل شوي، د کورنیو او دولت همدغه ملاتړ و چې اوس په زیاته اندازه ښځې په ښوونځیو کې ښوونکې دي."

هغه وایې چې د بدخشان د هغو سیمو ښځې هم د زده کړو هیله لري چې د کال په اووږدو کې يې ایله درې یا څلور میاشتې لارې خلاصې وي.

د بدخشان د معارف ریس سید شمس الله شمس وایې چې په دریو ولسوالیو کې ددوی یو شمیر ښوونځي بند دي خو په هغو سیمو کې چې جګړه نشته ښوونځي فعال دي.

ښاغلی شمس وايي " د جرم په ولسوالۍ کې ۵۰٪ ښوونځي په ناامنو سیمو کې دي چې یو ښوونځی یې بند دی، او د بندو ښوونځیو ښوونکي په نورو ښوونځیو کې خدمتي پر دندو ګومارل شوي، او په بهارک کې هم یو ښوونځی سقوط دی او ښوونکي يې ښوونځي ته نه شي تللای، او په وردوج کې درې ښوونځي په ناامنو سیمو کې دي."

هغه زیاتوي چې بندو ښوونځیو کې هلکانو او نجونو دواړو زده کړې کولې "په دغو سیمو کې اکثر ښوونځي د هلکانو او نجونو شریک ښوونځي دي، په باشند او یخشیره کې د هلکانو ښوونځی بند دی او یوه بله لیسه چې بنده ده هغې کې هم نجونې او هلکان دواړه زده کړې کوي."

بدخشان د افغانستان په شمال کې پروت ولایت دی چې، په دې وروستیو کې په کې امنیت خرابه شویدی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG