د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته د مظاهرو لپاره ۲۰زره موټر لېږو- عطا نور


ښاغلی نور وايي چې د افغانستان د ۱۵ ولایتونو خلک به په مظاهرې کې برخه اخلي
ښاغلی نور وايي چې د افغانستان د ۱۵ ولایتونو خلک به په مظاهرې کې برخه اخلي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي عطا محمد نور په کابل کې د ممکنه مظاهرو په اړه لا هغوی ته خبر نه دی ورکړی.

د بلخ لېري کړل شوي والي عطا محمد نور په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي کابل ته د ۱۰۰۰۰ او ۲۰۰۰۰ ترمنځ د موټرو یو کاروان استوي چې د ملي یوالي د حکومت ترمنځ د شوي تړون د عملي کولو لپاره مظاهرې وکړي.

ښاغلي نور وویل چې دا مظاهرې به د فبرورۍ په ۲۷-۲۸ کیږي چې په خبره یې د ۱۵ ولایتونو خلک په کې ګډون کوي. هغه د ولایتونو نوم ذکر نه کړ. نوموړي په مزار کې د خپلو پلویانو په یوې غونډې کې دا خبرې وکړې.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي ښاغلي نور تراوسه د خپلو دغو مظاهرو په اړه هغوی ته خبر نه دی ورکړی.

د وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل چې هغوی د دغو ممکنه مظاهرو په اړه کومه اندېښنه نلري، خو باید له مظاهرې ۴۸ساعتونه مخکې وزارت ته خبر ورکړل شي.

ولسمشر غني څو میاشتې مخکې عطا محمد نور له دندې لېرې کړ او پر ځای د جمعیت د ګوند بل غړی انجینر داود وګماره، خو ښاغلي نور د ولسمشر دا پرېکړه ونه منله.

ښاغلی نور له هماغې را وروسته د ملي یوالي حکومت مشران د دسیسو په جوړولو تورنوي او کلک انتقادونه پرې کوي. په همدې حال کې سپینې ماڼۍ په سوله ییز ډول د دغې ستونزې په حلولو ټېنګار کړی دی.

د جمیعت ګوند د ملي یوالي د حکومت مهم اړخ بلل کیږي، د افغانستان اجرايي رئیس عبدالله عبدالله د جمیعت ګوند غړی دی.

XS
SM
MD
LG