د لاس رسي وړ اتصالات

د غني او عطا نور لانجه - امریکا ته پیښه یوه بله ستونزه


د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د بلخ د والي عطا محمد نور د لیرو کیدو نه وروسته، د نور د دغې فیصلې ضد د ودریدلو په اړه یوه مقاله لیکلي ده. په دغه مقاله کې د هغې ورځې نه وروسته چې عطا نور د دندې لیرې کړی شو، د هغه عکس العمل او فعالیتونو ته کتنه شویده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې عطا محمد نور په بلخ ولایت د تیرو دیارلسو کلونو راهیسې د والي نه بلکه د یو باچا غوندې حکومت کاوه.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر غني د تیر و دریو کلونو راهیسې کوښښ کاوه چې عطا نور د کاره لیرې کړي .د ولسمشر غني د هغه د لیرې کولو نه وروسته عطا محمد نور د هغه د پریکړې منلو نه انکار وکړ او لگیا دی کوښښ کوي چې په کابل کې د خپلو پلویانو په ملاتړ ځان د راتلونکي کال په انتخاباتو کې د یو مهم لوبغاړي په توگه معرفي کړي.

ورځپاڼه لیکي چې اوس پوښتنه دا ده چې امریکا به تر کومه حده د پراخیدونکي مخالفتونو په وړاندي د افغانستان د ولسمشر غني دفاع وکړي

د بلخ پخواني والي عطا نور تیره اونۍ د نیویارک ټایمز ته په یوې مرکې کې وویل "ولسمشر غني دا فکر کاوه چې زه هم د هغه نورو والیانو پشان یم چې د کاغذ په یوې ټوټې وگمارل شي او بیا هم دغه ډول لیرې کړل شي. زه د یوې قوي سیاسي گوند مشر یم. زه د یو قوي ائتلاف برخه یم. خلک په ما باور کوي".

ورځپاڼه لیکي چې د ښاغلي نور دلیرې کولو تر شا کیدی شي یو علت یې د ناټو دلاریو لاره نیول و. ښاغلي نور شاوخوا دوه میاشتې مخکې د ناټو د لاریو پر مخ د لارې بندولو وروسته وویل چې دغو لاریو ځان د مالیې د ورکولو نه د ساتلو لپاره د ناټو د نوم نه استفاده کوله. خو ځېنو سرچینو د نوم نه څرگندولو په شرط نیویارک ټایمز ته وویل چې دغه لارۍ ځکه ودرول شوې وی چې د عطا نور کسانو د هغوي نه پیسې غوښتي.

ورځپاڼه لیکي چې دغې پېښې جنرال جان نیکولسن ناراضه کړی و. خو عطا نور وویل چې جنرال نیکولسن به ورته ټیلفون کړی و او خپله خبره به یې ورته کړي وه.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي چې ځینی پدې باور دي چې د ښاغلی عطا نور وروستي ملاقاتونه ښیي چې هغه د لوی اقدام لپاره ځان تیاروي. ښاغلي نور تیره میاشت د یوې امریکایي شخصي امنیتي ادارې د مشر ایرک پرنس سره ملاقات کړی و. نور د د دغه ملاقات په هکله څه ندي ویلي.

ورځپاڼه زیاتوي چې نور د تیرو پنځلسو کلونو په مودې کې خپل کاروبار ډیر پراخ کړیدي. هغه د افغانستان په شمال کې ملیشا هم لري چې د بشر د څار ډلې د بشر د حقونو نه په سرغړونو تورنه کړیده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په اخیره کې دا هم لیکي چې د بلخ نوی والي تر اوسه پورې بلخ ته نشي تللی او نور وایي چې نوی والي داود د هغه په ضد استعمالیږي او دا چې هغه په هیڅ جوړ هم والي نشي جوړیدی.

ورځپاڼه زیاتوي چې ښاغلی نور چې څنگه د کاره لیرې کړې شو هغه خپل دفتر ته راتلل زیات کړل او هره ورځ د سلگونو کسانو سره ملاقاتونه کوي هغه په پرله پسې توگه د زور نه د کار اخیستلو خبره هم کوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG