د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ټیسټ سیالي حساس پړاو  ته رسیدلې

بنګله دیش افغانستان ته د لوبې د ګټلو دپاره د ۴۷۹ منډو هدف ورکړ او افغانستان د دغه هدف په تعقیب کې د څلورمې ورځې تر پایه د دریو لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۲منډې کړیدي.

سبا سه شنبه ددې سیالۍ پنځمه او وروستۍ ورځ ده. د افغانستان اوه لوبغاړي پاتي چې د پاتې ۳۴۷ منډو هدف پوره کړي او لوبه وګټي او که د ورځې تر پایه ټول افغان لوبغاړي ونه سوځیږي، لوبه به مساوي شي.

صدیق اتل او حشمت شهیدي په میدان ولاړ دي. کپتان رحمت شاه د ۵۰ منډو کولو نه پس وسوځید . د افغانستان د ټيسټ کرکټ کپتان په توګه رحمت شاه لومړی افغان دی چې خپله لومړۍ سیالۍ کې یوه سلیزه او یوه پنځوسیزه کوي .

افغانستان او بنګله دیش تر دې دمه د کرکټ دوه ټیسټ سیالۍ کړیدي چې یوه افغانستان او یوه ېې بنګله دیش ګټلې ده.افغانستان تر دې دمه د کرکټ یوولس ټيسټ سیالۍ کړیدي چې درې ېې ګټلي او اوه یې بایلي او یوه ېې مساوي شویده.

افغانستان به د دې ټيسټ سیالۍ نه پس د بنګله دیش او زمبابوې په ګډون د کرکټ د یو ورځنۍ سیالیو په یو درې اړخیز ټورنامنټ کې برخه اخلي.دا ټولې سیالۍ د ابوظهبي د کرکټ په لوبغالي کې کیږي

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG