د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ۱۹کلنو نړیوال جام تمریني لوبې کې انګلنډ ته ماتې ورکړه


افغانستان انګلنډ ته ماتې ورکړه
افغانستان انګلنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د نړیوال جام په مقدماتي سیالیو کې د انګلنډ د ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغانستان لمړی بېټېنګ وکړ او په ۵۰ اورونو کې یې انګلنډ ته د ۲۰۵ منډه هدف وټاکه چې انګلنډ دا هدف پوره نشو کړی.

د انګلنډ ټوله لوبډله په ۴۸ اورونو کې په ۱۸۴ منډو وسوځېده.

په افغان لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې منډې ۵۴ عبدالرحمن او ۴۳ اسحق محمدي وکړې.

په توپ اچوونکو کې فضل حق درې، نور احمد او شفیق الله غفوري دوه دوه کسان وسوځول. افغانستان تر دې مخکې په یوې بلې تمرینې لوبې کې هند ته په لوی توپير لوبه بایللې وه. د افغانستان ټوله لوبډله په ۴۴ منډو سوځېدلې وه.

د ۱۹ نړیوال جام سیالۍ په همدې اونۍ کې پیلیږي چې افغانستان په کې د جمعې په ورځ له جنوبي افریقا سره سیالي لري. جنوبي افریقا د دغو سیالیو کوربنه ده.

XS
SM
MD
LG