د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د آیرلنډ نه څلورمه یو ورځنۍ لوبه وګټله


افغانستان د آیرلنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف ټاکلی و چې آیرلنډ ونشو کړی پوره یې کړي او ټول لوبغاړي یې د لوبې په ۳۶م اور کې وسوځیدل او یوازې ۱۱۴منډې یې وکړلې.

د افغانستان لپاره د توپ وهنې په برخې کې د ټولو نه زیاتې منډې پخواني کپتان محمد نبي عیسي خیل وکړلې . هغه ۶۴منډې وکړلې. اصغر افغان ۵۴ او راشد خان ۵۲منډې وکړلې.

د توپ اچونې په برخې کې بیا آفتاب عالم څلور، مجیب رحمان او راشد خان دوه دوه او محمد نبي او ګلبدین نایب د سیالې لوبډلې یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې غوره لوبغاړ راشد خان شو.د افغانستان او آیرلنډ تر منځ د روانو یو ورځنیو نړیوالو لوبو پنځمه او وروستۍ لوبه د مارچ د میاشتې په لسمه د یکشنبې په ورځ کیږي. افغانستان د روانو سیالیو دوه او آیرلنډ یوه لوبه ګټلې او یوه لوبه د باران له وجې پرته د کومې نتیجې پای ته رسیدلې .

که افغانستان پنځمه او وروستۍ لوبه وګټي، د آیرلنډ نه به د یو ورځنیو نړیوالو لوبو دا لړۍ هم وګټي خو که آیرلنډ یې وګټي نتیجه به مساوي شي.

XS
SM
MD
LG