د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوشنبه اګست لسمه د آیرلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړه او پدې سره یې د ۲۰۲۷ نړیوال جام په سیالیو کې خپل ځای کره کړ.
د افغان لوبډلې کپتان، رحمت شاه په دریمې لوبې کې پچه وګټله او لومړی یې د ایرلینډ لوبډلې ته د توپ وهنې نوبت ورکړ. د آیرلینډ ټول لوبغاړي په ۴۷م اور کې وسوځیدل او افغانستان ته یې د ګټلو لپاره د ۲۰۷ منډو هدف ورکړ.
افغانستان وکړی شو چې دا هدف د لوبې په ۴۵ م اور کې پداسې حال کې پوره کړي چې ۷ لوبغاړي یې سوځیدلي و.
د افغانستان لپاره په توپ اچونې کې راشد خان او الله محمد غضنفر د سیالې لوبډلې درې درې لوبغاړي وسوځول. په توپ وهنې کې بیا د افغانستان لپاره تر ټولو ډیرې منډې رحمان الله ګربز وکړلې. هغه په ۷۷ توپونو ۷۱ منډې وکړلې او د افغانستان د لوبډلې لپاره یې د لوبې ګټل خورا آسان کړل.
پدې منډو سره په نړیوال کرکټ کې د رحمان الله د منډو شمیر ۴۵۰۰ ته ورسید. هغه څلورم افغان توپ وهونکی شو چې په نړیوال کرکټ کې دومره ډیرې منډې کوي. د لوبې غوره لوبغاړی راشد خان وټاکل شو.
فورم \ دبحث خونه