د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د چهارشنبې په ورځ (اګست ۱۲) د ایرلنډ سره د پنځوس اوریزو سیالیو په څلورمه لوبه کې کوربه ټیم ته په ۴۲ منډو ماتې ورکړه.
په دې بري سره افغانستان د روانو پنځو لوبو د لړۍ ګټونکی هم شو.
په دې لوبه کې افغانستان د صدیق الله اتل او ابراهیم ځدران د سلیزو په مرسته مقابل لوري ته د ۳۴۴ منډو ستر هدف وټاکه. د لوبې غوره لوبغاړي جایزه صدیق اتل ترلاسه کړه.
د ایرلنډ ټیم په ځواب کې په ۴۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۳۰۱ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره توپ اچوونکو یمین احمدزي څلور، راشد خان درې او عظمت الله عمرزي دوه لوبغاړي وسوځول.
ددې سیریز دوهمه او دریمه لوبه هم افغانستان ګټلې وه او لومړنۍ لوبه یې د باران له کبله لغوه شوې وه.
د افغانستان او ایرلنډ د روان سیریز وروستۍ لوبه د شنبې په ورځ (اګست ۱۵مه) په بلفاسټ کې کیږي.
فورم \ دبحث خونه