د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې درې بریتانیوي عسکر وژل شوي


د بریتانیی د دفاع وزارت په یوې بیانیې کې ویلي دي چې درې تنه عسکر یې پرون د یکشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې د یو کس له خوا چې د پولیسو یونیفورم یې اغوستی وو، ویشل شوي او وژل شوي دي.

دغه پېښه د هلمند ولایت د نهر سراج په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. بریتانیوي سرتیري د پولیسو مشاورین وو او د کمپرک پل امنیتي پوستې ته ورغلي وو چې د پولیسو سره وګوري. د امنیتي پوستې نه د تلو په حال کې یوه کس چې د عامه نظم د پولیسو یونیفورم یې اغوستې و، پر دغو سرتیرو برید پیل کړ او په ډزو کې یې نوموړي سرتیري ټپیان کړل چې وروسته له خپل ټپونو نه مړه شول.

تر اوسه پوري د سرتیرو په هکله نور جزیات نه دي راغلي. د ۲۰۰۱ کال راهیسي په افغانستان کې ۴۲۲ بریتانیوي سرتیري وژل شوي دي.

د دغه برید سره د هغو بریدونو شمیر چې افغان امنیتي ځواکونه یې پر بهرنیو ځواکونو کوي، ۲۶ ته ورسید چې ۱۸ یې یواځي سږ کال تر اوسه پوري شوي دي.

XS
SM
MD
LG