د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په کلنۍ بودیجې کې د افغانستان برخه


جمهور رئیس بارک اوباما د دوه زره شپاړسم کال دپاره د څلور تریلیون دالرو کانگرس ته وړاندې کړه
جمهور رئیس بارک اوباما د دوه زره شپاړسم کال دپاره د څلور تریلیون دالرو کانگرس ته وړاندې کړه

د دفاع وزارت دپاره د پوځي چارو د لگښتونو بودیجه د دوه زره شپاړسم کال د ټول ټال بودیجې کابو (١٥) فیصده جوړوي، چې د تیر کال په پرتلې، د دفاعي چارو په بودیجې کې د پنځه ویشت ملیارد دالرو زیاتوالی ښیي.

پداسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې خپل جنگي ماموریت پای ته ورساوه، په بودیجې کې ملیاردونو دالره د قاطع ملاتړ د ماموریت دپاره اختصآص شوي دي.

د امریکا په ستر درستیز کې د جنگي ځواکونو د جوړښت او اکمالاتو مشر، ډگر جنرال مارک رامزي په افغانستان کې د راتلونکو فعالیتونو په اړه زیاته کړه، "د جنگي ماموریت او د ځمکنیو قواو د ماموریت ختم چې مونږ پې په اړه خبرې کوود دالرو په مصرف کې د پام وړ کموالی نه راولي. لدې سره سره چې زمونږ سرتیري به هلته روزنې مشورې ورکوي او دوی سره به مرسته کوي چې خپل پوځ پخپله په پښو ودروي مونږ به بیا هم هلته اوسو تر څو ځان ډاډه اوسو چې هلته مو میشت سرتیري خوندي او مصؤنه دي."

پداسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې د خپل رول بدلولو ته دوام ورکوي، پدې بودیجې کې (١،٥) ملیارد دالره د افغانستان کمزوري او زیانمنونکي حکومت سره مرستی دپاره ځانگړی شوی دي.

(٩٦٣) اضافي دالر په هغه هیواد کې د امریکایی عملیاتو لگښتونو دپاره، او په کابل کې د امریکا د سفارت د امنیتي چارو د لا ارتقا دپاره هم (١٢۴) ملیون دالره پکې شامل دي.

گاونډي پاکستان دپاره هم برخه ټاکل شوې چې په بودیجې کې د(٩١٧( ملیون دالرو په ارزښت پروگرامونه هم په نظر کی نیول شوي دي.

د امریکا او گټو خوندي ساتنه یې د گرانی بیې هوډ دی. د دفاعي چارو بودیجې دپاره د (٥٣۴) ملیارد دالرو لوړه بیه چې جمهور رئیس اوباما یې د منظورۍ دپاره پر کانگرس داسې غږ وکړ، "دا زمونږ تر ټولو بنسټیزو او مهمو مسولیتونو څخه یو شمیرل کیږی، د حکومت په توگه نو زه پر کانگرس باندی غږ کوم چې د بودیجې د تصؤیب کار بشپړ کړي."

راین کراتي د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د دفاعي بودیجې څیړونکی وایي د دفاعي چارو د لگښتونو د لوړو دپاره نظر یو دی. هغه وویل، "د دوه زره شپاړسم کال د لگښتونو د بودیجې وړاندیز پر هغه څه عمل کوي چې زما په فکر د کانگرس په دواړو مجلسونو او اجرایيه قوې تر منځ د یوه پراخ توافق څرگندونه کوي او هغه دا چې په تیرو دوه و کلونو کې د دفاعي چارو د لگښتونو کچه خورا ټیټه شوې ده."

پدې بودیجې کې پینځه ملیارد دالره د اسلامی دولت د ډلې سره مبارزې ته ځانگړي شوي دي.
پدې بودیجې کې پینځه ملیارد دالره د اسلامی دولت د ډلې سره مبارزې ته ځانگړي شوي دي.

د اوسنیو نړیوالو گواښونو په نظر کې نیولو سره د لگښتونو کچه ټیټه ده. پدې بودیجې د هوایي بریدونو، عراقي پوځیانو او سوري یاغیانو د روزنی دپاره، پنځه ملیارد دالره د اسلامی دولت د ډلی سره مبارزې ته ځانگړی شوی دي.

تر څنگ یې د اروپاییانو د اطمینان د ابتکار په نوم د اته سوه ملیون دالرو بودیجه هم ور شامله شوې چې په اروپا کې د اروپایي متحدینو سره د پوځي تمریناتو او همدارنگه په اوکراین کې د روسیې د تیرې په ضد د مبارزې لگښتونه هم پکې شامل شوي دي.

د پوځي چارو په بودیجه کې په اوکراین کې د روسیې د تیري په ضد د مبارزې لگښتونه هم شامل دي
د پوځي چارو په بودیجه کې په اوکراین کې د روسیې د تیري په ضد د مبارزې لگښتونه هم شامل دي

د دفاع د وزارت چارواکي وایي د بودیجې اکثره برخه د راتلونکی دپاره پانگه اچونه ده. د دفاع د وزارت مرستیال باب ورک دا اضآفي لگښتونه د وخا تقاضا گڼي. هغه زیاته کړه،"مونږ د دریو کلونو راهیسي د عصري کیدو دپاره غوښتنې اوروو چې تر اوسه ورته رسیدگي نده شوې."

د امریکا په ستر درستیز کې د جنگي ځواکونو د جوړښت او اکمالاتو مشر هم د عصري کیدو ارزښت خورا مهم گڼي. هغه وویل، "که مونږ دا کار اوس ونه کړو نو نشو کولای چې د خپلو بالقوه دښمنانو څخه مخې ته اوسو."

د سمندري او هوایي پوځي تجهیزاتو برسیره پدې پانگونو کې د اتمي تاسیساتو د فعاله ساتنې او په سایبري امنیت کې د پرمختگ هدف هم شامل دی.

سیاسي ستونزه دا ده چې د (٥٨٥) ملیارد دالرو غوښتنه د (۴٩٩) ملیارد دالرو څخه چې کانگرس په دوه زره یولسم کې د دغو لگښتونو لپاره حد ټاکلی و، خورا لوړه ده.

XS
SM
MD
LG