د لاس رسي وړ اتصالات

په غزني کې د یوه ټکر له امله ۵۳ کسه وژل شوي


آرشیف
آرشیف
افغان مقامات وايي چې په غزني ولایت کې د یوه مسافر وړونکي بس موټر او د لارۍ په ټکر کې درې پنځوس تنه ووژل شول.

دغه پیښه نن د جمعې په ورځ د غزني په ولایت کې په لویې لارې باندي وشوه چې کندهار او کابل سره نښلوي.

مامور وايي چې د ټکر نه وروسته چې د اب بند په ولسوالۍ کې وشو،دواړو موټرو اور واخیست .په مړو کې ښځې او ماشومان هم وو اویو شمیر نور کسان زخمیان شوي هم دي.

له بلي خوا ناټو وايي د یاغیانو په حمله کې چې د پنجشنبی په ورځ يي وکړه ، یوعسکر يي ووژل شو.
XS
SM
MD
LG