د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د هند او پاکستان ترمنځ د روان جنجال کمیدو غوښتنه کړې


افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان ترمنځ د روان کړکیچ د پیل څخه نږدې درې ورځې وروسته د دغه کړکیچ په اړه غبرګون ښودلی دی
افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان ترمنځ د روان کړکیچ د پیل څخه نږدې درې ورځې وروسته د دغه کړکیچ په اړه غبرګون ښودلی دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان ترمنځ د روان کړکیچ په اړه د چهارشنبې په ورځ ( کب ۸ مه ) په خپل لومړني غبرګون کې د دغو دوو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمیدو هیله ښودلې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي رسنیو ته په یوه استولې ویډیويي وینا کې د افغانستان د سولې په بهیر د هند او پاکستان ترمنځ د روان کړکیچ د اغیزو په اړه د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې هم ناسمې بللي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي تیره ورځ د خپل امریکايي سیال مایک پمپیو سره په ټیلفوني خبرو کې د افغانستان د سولې په بهیر باندې د هند سره د خپل هیواد د روان کړکیچ په منفي اغیزو غږیدلی وو.

ښاغلي قریشي خبرداری ورکړی وو، چې پر پاکستان د هند برید به د افغانستان د سولې لپاره د پاکستان او امریکا په گډو هڅو اغیزه وکړي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي،د افغانستان د سولې بهیر د افغان حکومت نوښت دی.

هغه له پاکستان څخه وغوښتل، چې د سولې په برخه کې یې، چې د افغان حکومت سره کومې ژمنې کړي پرې دې عمل وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سربیره همداشان د افغانستان د سولې عالي شورا هم د هند او پاکستان ترمنځ په روانه لانجه اندیښنه ښودلې او د دغه کړکیچ د پای ته رسیدلو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس او د سیمه ییزې اجماع لپاره د جمهور رئیس محمد اشرف غني ځانګړي استازي محمد عمر داودزي نن د چهارشنبې په مازیګر د بهرنیو چارو وزارت کې یوې غونډې ته په وینا کې د نړیوالې ټولنې څخه هم وغوښتل، چې د دغه کړکیچ په کمولو کې دې خپل رول ولوبوي.

ښاغلي داودزي وویل " په تیرو څلویښت کلونو کې زمونږ سیمې، هیواد کې دننه او د هیواد شاوخوا ته د جګړې لپاره لویه بیه ورکړې ده او کله، چې مونږ د کړکیچ، مرګ ژوبلې او تاوریخوالي د رامنځ ته کیدو په اړه خبریږو مونږ اندیښمن کیږو. مونږ ژر ددغه کړکیچ او تاوتریخوالي د کمیدو لپاره دعا کوو".

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس دا څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسیا د زړه د هیوادونو د اتم کنفرانس په هکله په کابل کې د میشتو هیوادونو د سفیرانو یوې غونډې ته د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړیدوپه اړه د معلوماتو د ورکولو پر مهال وکړې.

XS
SM
MD
LG