د لاس رسي وړ اتصالات

نبي: که کریم کیچ نیولی وی، حالات به په بشپړه توګه بل ډول وی


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي د آسیا جام په دویم پړاو (سوپر فور) کې د سریلانکا لوبډلې لخوا تر ماتې خوړولو وروسته وایي که کریم جنت د سریلانکا د لوبغاړي (دنوشکا ګوناتیلاکا) کیچ نیولی وی، ښایي "حالات به په بشپړه توګه بل ډول وی)

ښاغلي نبي د لوبې دولسم اوور وروستي توپ ته اشاره کوله چې توپ د کریم جنت د لاسو څخه ولوید.

د سریلانکا دا لوبغاړی چې کریم جنت یې کیچ وغورځاوه، په هغه وخت کې یې په ۱۰ توپونو یوزاې ۱۷ منډې کړې وې خو وروسته یې په ۲۰ توپونو ۳۳ منډې وکړلې او په پای کې راشد خان وسوځاوه.

محمد نبي د لوبې څخه وروسته په خبري کنفرانس کې ومنله چې افغان لوبغاړو ونشو کړی د توپ وهنې په وروستیو پنځو اورونو کې ډیرې منډې وکړې او زیاته یې کړه " مونږ ښه پیل درلود خو پای مو سم نه و. که شل یا پنځه ویشت نورې منډې مو کړی و، هر څه به بل ډول وی".

د افغان لوبډلې کپتان د لوبې د بایللو علتونه همدا د شلو یا پنځه ویشتو منډو کمی، د کریم جنت او سمیع الله شینواري د لاسونو څخه د توپونو غورځیدل او د توپ اچوونکو لخوا په "مناسبو ځایونو" کې د توپ نه اچول وبلل.

خو محمد نبي وایي چې لوبډلې د غلطیو څخه زده کړه کړې او کوښښ به یې دا وي چې په راتلونکو لوبو کې دا غلطۍ تکرار نشي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې شنبه سپټمبر ۳ (وږي۱۲) سره لدې چې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۵ منډو نسبتاً ستر هدف ټاکلی و خو په فیلډنګ کې د ځینو لوبغاړو د غلطیو له او هغو نیمګړتیاو له کبله چې ښاغلي نبي یادې کړلې ونشو کړی چې د خپل هدف دفاع وکړي.

دا د آسیا جام په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لومړنۍ ماتې وه.

افغانستان د لوبو په لومړي پړاو کې سریلانکا او بنګله دیش لوبډلو ته ماتې ورکړه او دویم پړاو (سوپر فور) ته یې لار پیدا کړله.

په دویم پړاو کې د افغانستان دویمه لوبه د چارشنبې په ورځ سپټمبر ۷ د پاکستان او پنجشنبه سپټمبر ۸ د هند سره ده.

د آسیا جام سیالیو وروستۍ یا فاینل لوبه د سپټمبر په ۱۱مې کیږي.

په ټولنیزو شبکو کې په کریم او سمیع الله انتقادونه:

په سریلانکا د لوبې بایللو څخه وروسته د ټولنیزو شبکو یو شمیر افغان کاروونکو په کریم جنت او سمیع الله شینواري سخت انتقادونه کړي او همدا دواړه یې د لوبې د بایللو عاملین بللي دي.

په لندن کې د بي بي سي خبریال ایمل پسرلي چې د افغانستان د کرکټ په هکله لیکنې هم کوي او د پخوا راهیسې یې څاري لیکلي، " لوبغاړو ته بد ویل کفر دی خو د کریم او سمیع انتخاب زما تر پوهې پورته خبره ده. سمیع دوه نیم کاله نړیواله لوبه نه ده کړې ناڅاپه دومره مهمې او له فشاره ډکې لوبې ته راځي او کریم نه بالینګ کوي نه بېټینګ یوازې کېچونه غورځوي".

د سید عالم روحاني په نامه یو بل افغان په فیس بوک کې دیته ورته اندیښنه څرګنده کړې او په لوبډلې کې یې د سیمع الله او کریم په شاملیدو انتقاد کړی.

هغه لیکلي، " ولې کریم جنت په ټیم کې شته خو نه بالینګ پرې کوي او نه هم بېټېنګ؟ ولې سمیع شینواری دوه کاله وروسته مخامخ نړیوالې لوبې ته راوستل شو خو نه یې بیټینګ پرې وکړ او نه بالینګ؟

د سعید الله ترکي په نامه د ټویټر یو کاروونکي بیا په راتلونکو لوبو کې په لوبډلې کې د بدلون غوښتنه کړې.

هغه لیکلي، " په راتلونکو دوو مهمو لوبو کې د لوبډلې په انتخاب کې لږ غور وکړي. له ملي لوبډلې سره زموږ د ټولو هیلې تړلې دي. هیله ده یو څه زموږ احساسات هم په نظر کې ونیسي".

کریم جنت چې د افغانستان د ملي لوبډلې د پخواني کپتان اصغر افغان ورور دی د آسیا جام په دریو لوبو کې چې افغانستان تر اوسه کړي، یوازې یو ځل توپ وهنه کړې او یوازې یو توپ یې وهلی.

جنت د سریلانکا سره په لومړنۍ لوبې کې هم یو کیچ غورځولی و.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG