د لاس رسي وړ اتصالات

شهیدي: نیمه پای لوبې ته د تلو لپاره مبارزه کوو


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي وایي لوبډله یې لا هم په روان نړیوال جام کې ډیره مبارزه په مخکې لري او زیاتوي چې نیمه پای لوبې یا سیمي فاینل ته د تلو لپاره مبارزه کوي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سه شنبه نومبر ۷ (لړم۱۶) د نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپله اتمه لوبه د اسټرالیا د لوبډلې سره د مومبای په لوبغالي کې وکړي.

ښاغلي شهیدي په خبري کنفرانس کې وویل چې د اسټرالیا سره لوبه مهمه ده او زیاته یې کړه چې هیواد ته تر ستنیدو پورې به د "ټیم په توګه مبارزه کوو".

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان همدرانګه وویل چې افغانان "زړه ور" دي او دا یې د کرکټ په ډګر کې هم وښوده.

هغه وویل چې د نورو لوبډلو پرتله افغان لوبډلې په لږ وخت کې ډیر څه تر لاسه کړل او له همدې کبله ټوله نړۍ د هغوي په هکله خبرې کوي.

شهیدي وړاندې وویل چې په هیواد کې دننه افغان ولس د دوي په بریو ویاړ کوي او د هند له خلکو یې هم مننه وکړله چې د لوبو پر وخت د تشویق لپاره لوبغالي ته ورځي.

شهیدي زیاته کړه، "د هند ولس ددې سیالیو په لړ کې زمونږ ډیر ملاتړ کړی. یو ټیکسي چلوونکي چې زه یې تر یو ځایه بوتلم، کرایه یې راڅخه وانخیسته. دلته هند کې خلک زمونږ دومره مینه راکوي. مونږ یې منندوي یو".

د مومبای په لوبغالي کې د دوشنبې ورځ د افغانستان د لوبډلې تمریناتو پر مهال د هند په نړیواله کچه مشهور پخوانی لوبغاړی سچن ټنډولکر هم ورغلی و او د افغان لوبغاړو سره یې وکتل.

د افغانستان لپاره د اسټرالیا لوبډلې سره د سه شنبې ورځ لوبه مهمه ده ځکه چې په ګټلو سره به یې نیمه پای لوبې ته یو بل ګام هم ورنږدې شي.

افغانستان د نمرو په جدول کې شپږم او اسټرالیا چې پنځه ځله یې د کرکټ پنځوس اوریزه نړیوال جام اتلولي ګټلې، په دریم مقام کې دی.

دې دواړو لوبډلو تر دې دمه په روانو سیالیو کې اوه اوه لوبې کړي. اسټرالیا پنځه او افغانستتان ۴ ګټلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG