د لاس رسي وړ اتصالات

۲ میلیونه افغان ماشومان شاقه کارونه کوي


په افغانستان کې نږدې ۲ ملیونه ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي . د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي په راتلونکې کال کې به د نړیوال بانک په مرسته د ماشومانو د روزنې او پالنې لپاره اړینې مرستې ولري .

دغه وزارت وايي د خوراک نړیوال سازمان ور سره د ۳۲ ملیون ډالرو په ارزښت مرستې کړي دي چې ۳۰ سلنه يې هغه ماشومانو ته رسي چې له ښونځو نه پاته دي.

دوي له افغان کورنیو نه غواړي چې د خپلو ماشومانو شمیر دې نه زیاتوي . یو تنکی ځوان چې ۱۴ کاله عمر لري داسي وايي ،،محمد سلیمان یم ۱۴ کاله عمر لرم او حلبي سازي کوم له لسو نه تر څلورو بجو پوري کار کوم. کار مي سخت دی خو د ژوند ستونزې دي غواړم د پلار تر څنګ کار وکړم او دا ستونزې لرې کړم.،،

دا د زرهاو کارګرو ماشومانو له ډلې نه د یو تن پیغام دی چی د خپلې کورنۍ سره د مرستې په خاطر په سختو کارونو لګیا دي .

د افغانستان د کار و او ټولنیزو چارو وزارت د ارزوني پر اساس دا مهال په افغانستان کې نږدې ۳ ملیونه زیان منونکي ماشومان شته دي چې نږدی دوه ملیونه یې په سختو او توان وژونکو کارونو بوخت دي .

د یاد وزارت ویاند علي افتخاري وايي چې د افغانستان د قوانینو پر اساس تر ۱۸ کاله کم عمر لرونکي ماشومان باید په کار ونه ګمارل شي .ځکه دغه ماشومان د فزیکي او رواني اړخه د کار وړتیا نلري .

د شاقه کارونو تر څنګ زیات داسې ماشومان په لارو کې په سپکو او داسې کارونو هم اخته دي چې توان وژونکې ندي.

د کار وزارت ویاند وايي هغه ماشومان چي په سړکونو کې په اصطلاح سپک او کوچني کارونه کوي تر هغو ماشومانو زیاتره د رواني صدمو سره مخ کیږي چې له خپلې کورنۍ سره د خښتو پخولو په داش کې کار کوي . افتخاري داسي وايي ،،هغه ماشومان چې په سړکونو کار کوي کیدای شي تر دوو کالو کار وروسته يې د کورنۍ اقتصادي ستونزه حل شي او دوي بیرته خپلو ښونځیو ته راوګرځي. خو شخصیت يي دومره زیان من شوی وي چې ډیر موده پس به هم خپل اصلي بڼې ته راونه ګرځي. ځکه د بازار چاپیریال د هغه ماشومانو لپاره چې د درس او تعلیم وخت يي دی ډیر خطرناکه ویروس ګڼل کیږي.،،

خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایی په خپلې کاري اډانه کې د زیان منونکو ماشومانو نه ملاتړ او هغوی سره مرستي کوي . افتخاري بیا زیاتوي ،، موږ همدا اوس د نړیوال بانک سره ګډ پروګرام لرو څو د هیواد په لری پرتو ولسوالیو کې په کال کې دوه ځله له زیان منونکو ماشومانو سره مرسته وکړو . او د هغوي د کورنۍ یو غړۍ د کار مارکیټ ته ورداخل کړو .او له بلې خوا دخوراک د نړیوال سازمان له خوا مو د ۳۲ ملیون ډالرو مرسته تر لاسه کړې چې ۳۰ سلنه دا مرستې هغه ماشومانو ته رسي چې له ښونځو لری پاته دي. ،،

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي په ټول هیواد کې د ماشومانو لپاره ۴۲ دولتي او ۴۵ خصوصي د ماشومانو روزنتونه لري چې د یاد وزارت سره په همغږۍ کې د بې وزلو او کارګرو ماشومانو ملاتړ او ساتنه کوي .

دغه وزارت له افغانو کورنیو نه هم غواړي چې د خپلو ماشومانو د زیږون کچې ته دي پام وساتي او هومره ماشومان دی وزیږوي چې د پاللو او ښه روزلو او د تعلیم په ګاڼه ېې د سمبالولو وس او توان ولري

  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG