د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په تیرو ۴ کلونو کې ۳۵۰۰ ماشومان په افغانستان کې وژل شوي


ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په هکله په تازه راپور کې ویلي دي چې په تیرو څلور کالونو کې په افغانستان کې ۳۵۰۰ ماشومان وژل شوي او ۹ زره نور ټپي شویدي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د ماشومانو پر ضد دغه سرغړاونې د "اندیښنې وړ" ګڼلې او ویلي یې دې چې لا هم پدې وسله والې جګړې کې د ټولو نه زیات تاوان ماشومانو ته رسیږي.

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۱۵ نه نیولې تر ۲۰۱۸ کاله پورې د تقریباً دولس زره شپږ سوه ماشومانو وژل کیدل تائید شویدي چې د دې نیټې نه د څلورو تیرو کالونو په پرتله پکې ۸۲ په سلو کې زیاتوالی راغلی.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د وسله والې جګړې او ماشومانو د وضعیت په هکله پخپل څلورم راپور کې ویلي چې اکثریت ماشومان په جګړو، د جګړې د وخت د پاتې شویو ناچاودیدلو موادوپه چاودنو او هوایي بمباریو کې وژل شویدي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي " پدې په ځانګړې ډول اندیښمن دی چې د حکومتي او د حکومت د طرفدراو ځواکونو په هوایي بمباریو کې د ماشومانو مرګ ژوبله ډیره شوې".

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۱۸ کاله پورې ۱۰۴۹ ماشومان په هوایي بریدونو کې وژل شوي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې ۴۳ په سلو کې د ماشومانو په مرګ ژوبله کې وسله والې ډلې او ۳۰ په سلو کې حکومتي ځواکونه ملامت دي. په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې اکثریت ماشومان د طالب جګړه مارانو وژلي خو په ماشومانو د اسلامي دولت یا داعش د ډلې بریدونه هم په تیرو څلورو کالونو کې زیات و.

په وسله والې جګړې د ماشومانو نه کار اخیستل:

د ملګرو ملتونو په راپور کې دا اندیښنه هم ښودل شوې چې وسله والې ډلې او حکومتي ځواکونه ماشومان استخداموي. ملګرو ملتونو ۲۷۴ ماشومان تصدیق کړي چې وسله والو ډلو او حکومتي ځواکونو استخدام کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې په جګړې د ماشومانو د استخدام شمیر تر دې هم لوړ دی ځکه چې په ۲۰۱۶ کال کې دا تور و چې د ۳ زرو نه زیات ماشومان استخدام شوي چې اکثریت یې وسله والو ډلو استخدام کړي و.

بچه بازي:

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر په یوې څیړنې کې ویلي دي چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کالونو کې تقریباً په ټول افغانستان کې خلک پدې نظر دي چې په جګړې کې ښکیلې ډلې لا هم هلکان د "جنسي" کړنو لپاره استعمالیږي.

د ملګرو ملتونو د بیلګې په توګه ویلي چې د ملي پولیسو قوماندانانو او د وسله والو قوماندانانو د تخار په ولایت کې تقریباً یو کال د یو کال لپاره د " بچه بازۍ" لپاره ساتلی و.

XS
SM
MD
LG